اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستيالۍ دفتر خبر ورکړی چې د دغې ډلې د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر، د اقتصاد وزارت سرپرست دين محمد حنيف او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خيرالله خيرخواه د ايران د ځانګړي استازي او په کابل کې د ايران د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي سره لیدلي دي.
د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستيالۍ د دفتر په اعلاميه کې راغلي چې دا ليدنه نن (شنبه، ۱۱ د وږي) شوې او دواړو اړخونو پکې پر سياسي، اقتصادي او په بېلابېلو مواردو کې پر دوه اړخيزو همکاريو بحث او خبرې کړې دي.
د دې اعلاميې له مخې، په کابل کې د ايران د سفارت سرپرست ويلي، چې هيواد يې د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان ښه ګاونډی و او تل يې د دواړو هيوادونو د سياسي او اقتصادي ګټو د خونديتوب هلې-ځلې کړې دي.
ښاغلي قمي زياته کړې چې ايران په اقتصادي، زراعتي، صنعتي او اورګاډي د پټلۍ په برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته لېوالتيا لري.
ده زياته کړې چې د دواړو هيوادونو تخنيکي ټيمونه په دې برخو کې په خبرو اخته دي.
ملا عبدالغني برادر په دې ليدنه کې ويلي، چې طالبان د هيڅ هيواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نورو ته هم د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
ده زياته کړې چې طالبانو د سيمې په ځانګړې توګه ګاونډيو هيوادونو سره سياسي او اقتصادي اړيکې پراخې کړي او ايران او نور هيوادونه بايد د دې اړيکو د لا ټينګښت په موخه بنسټيز ګامونه واخلي.
ملا برادر ويلي، چې ايران او د افغانستان ګاونډي هيوادونه بايد نورو ته دا فرصت ورنه کړي چې له طالبانو سره د دوی اړيکو ته زيان ورسوي.
د هلمند سيند د اوبو پر سر د ترينګلتيا تر کمېدو وروسته د طالبانو او ايراني چارواکو ترمنځ ليدنې زياتې شوې دي.
په دې وروستيو ورځو کې د ايران د استازو مجلس يوه پلاوي هم کابل ته سفر کړی او د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره يې خبرې کړې دي.
