اطلاعات روز: ننګرهار کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یو ۱۶ کلن تنکي ځوان د هوايي ډزو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
یوې باوري سرچینې د نوم نه یادلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه پیښه تېره شپه (جمعه، ۱۰ د وږي) د خوږیاڼو ولسوالۍ د بر بهار سیمې اړوند «دېګانو» کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، تېره شپه په یاده سیمه کې د نامعلومو کسانو له لوري هوایي ډزې شوي چې په پایله کې یې یاد ځوان په خپل کور کې د خوب په حالت کې په مرمۍ لګېدلی او مړ شوی دی.
سرچینې ونه ویل، چې هوايي ډزې چا او د څه په موخه کړې دي.
تر اوسه ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییزو او ولایتي مسوولینو د یادې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
ننګرهاریان نیوکه کوي، چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په ګڼو سیمو کې هوايي ډزې او موخه ییزې وژنې زیاتې شوي، چې خلک یې اندېښمن کړي او په دې برخه کې طالبان پر ناغېړۍ تورنوي.
