ننګرهار کې هټۍ وال د سوړ بازار او د طالبانو له لوري د لوړو مالیاتو له اخیستو شکایت کوي

اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې یو شمیر هټۍ وال شکایت کوي، چې له یوې خوا یې د پېر او پلور بازار پیکه شوی او له بلې خوا پرې طالبانو دوه برابره مالیات لوړه کړي دي.

هټۍ وال وایي، چې د پخوا په پرتله یې بازارونه تر وروستي بریده خراب شوي او دې چارې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو هټۍ وال خانزاده افغان وايي، طالبان د خلکو د اقتصادي وضعیت پروا نه لري او د تېر جمهوري نظام په پرتله یې پرې مالیه یو پر دوه لوړه کړې، چې کاروباریانو ته یې سختې اقتصادي ضربې رسولې دي.

نوموړی زیاتوي: «د پخوا په نسبت په سلو کې تقریباً اتیا فیصده بازار نشته دی کموالی دی، زه خپله سهار نه چې راغلی یم تر اوسه پورې تقریباً ما د زر افغانیو سودا نه ده کړې او متاسفانه چې دلته که تاسې مالیې ته ځیر شئ پروسږکال یا وړم کال یا جمهوریت کې چې کومه مالیه وه، په دې وختو کې یو په دوه شوې ده، لکه مونږ به مخکې۷ زره یا ۸ زره افغانۍ مالیه ورکوله اوس ۱۰ زره، ۱۱ زره، ۱۵ زره افغانۍ مالیه اخلي.»

هټۍ وال وایي، په ځلونو یې د مالیې د کمولو په موخه د طالبانو اړوندو ادارو ته شکایتونه کړي؛ خو په خبره یې د یادې ډلې چارواکو ورته د ستونزو د حل تېر ویستوونکې وعدې ورکړي، چې په وینا یې تر اوسه یې پایله نه ده ورکړې.

هټۍ وال وايي، د خلکو کمزوري اقتصادي وضعیت یې پر کاروبار سخت اغېز کړی او طالبانو پر ځای د دې چې له کاروباریانو سره نرمښت وکړي برعکس مالیې او نور ټکسونه پرې لوړ کړي دي.

دوی د طالبانو له شته رژیم غوښتنه کوي، چې پر هټۍ والو دې مالیه کمه، کاروبار او بازارونو ته په کتو دې پر دوی مالیه وضع کړي.

د جلال آباد ښار هټۍ وال عبدالرحمن وویل: «په تېرو کلونو کې زمونږ مالیه کمه وه او دوکانداري کاروبار ښه وو او اوس چې طالبان راغلي دي، زمونږ مالیه څو چنده اضافه شوې ده او کاروبار ورسره بېخي په ټپه ولاړ دی خراب شوی؛ نو زمونږ له طالبانو نه غوښتنه داده، چې د دوکاندارانو مالیه کمه کړي.»

ورته مهال ختیځ کې د اصنافو او هټۍ والو خونې اتحادیه هم مني، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هټۍ والو بازارونه او کاروبارونه خراب شوي او د طالبانو له لوري پرې مالیه لوړه شوې ده.

د یادې اتحادیې مشر حاجي بازمحمد ځوانمل وایي، په ځلونو یې د طالبانو حکومت ولایتي او مرکزي چارواکو سره د هټۍ والو ستونزې شریکې کړي؛ خو په خبره یې طالبانو تر اوسه د یادې ستونزې د حل لپاره مثبت ګام نه دی پورته کړی.

هڅه مو وکړه، چې د هټۍ والو د ستونزو او د مالیې د لوړوالي په تړاو ننګرهار کې د طالب مسوولینو نظر هم ولرو، خو هغوی ځواب ویلو ته حاضر نه شول.

څه موده وړاندې د طالبانو مالیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې د پخوا په پرتله یې پر هټۍ والو او کاروباریانو مالیه کمه کړې، خو هټۍ وال د طالبانو دغه خبرې ردوی او د خلکو په سترګو کې خاورې شیندل یادوي.

د خلکو غوښتنې دادي، چې د طالبانو حکومت دې د خلکو اقتصادي خوندیتوب او کاروبار ښه والي لپاره کار وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه