د ايران د بهرنيو چارو وزير: په سوريه کې مېشت امريکايي ځواکونه بايد «کور ته ولاړ شي»

Reuters

اطلاعات روز: د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان پرون (چهارشنبه، ۹ د وږي) په سوريه کې مېشتو امريکايي ځواکونو ته «مشوره» ورکړه چې «کور ته دې ولاړ شي.»

د ايران رسمي خبري اژانس ايرنا راپور ورکړی، چې امير عبداللهيان له خپل سوريايي سيال فيصل مقداد سره په دمشق کې د يوه خبري کانفرانس پر مهال وويل: «موږ امريکايي ځواکونو ته مشوره ورکوو چې کور ته دې ولاړ شي او همدا راز موږ امريکايي چارواکو ته مشوره ورکوو چې سيمه دې د سيمې خلکو ته پرېږدي.»

امير عبداللهيان وويل، چې «په سوريه کې له تروريزم سره د مبارزې په نوم د امريکايي ځواکونو غير قانونې مېشتېدنه» يوه له هغو موضوعاتو وه چې ده له مقداد سره خبرې پرې وکړې.

د ايران دې لوړپوړي ډيپلوماټ پر سوريايي خاوره د اسراييلو هوايي بريدونه هم وغندل. د دوشنبې په ورځ د حليب ښار هوايي ډګر په نښه شو چې زيان يې ورته واړاوه. دا هوايي ډګر سږکال څو  ځله ويشتل شوی دی.

امير عبداللهيان ژمنه وکړه چې اسراييلي بريدونه به بې ځوابه پاتې نشي.

ايران د ولسمشر بشارالاسد قوي ملاتړی دی او په ۲۰۱۱ کال کې د شخړې له پېل راهيسې يې مهم رول لوبولی او د سوريايي رژيم د ملاتړ په موخه يې په زرګونو ايراني او بهرني جنګيالي دې هيواد ته لېږلي دي.

امير عبداللهيان وويل، چې «تر څو په سوريه کې حالات باثباته کېږي موږ به تر هغو پورې د سوريې د رهبرۍ، پوځ او خلکو ملاتړ ته دوام ورکړو.»

امير عبداللهيان زیاته کړې، چې دی سوريې ته روان شوی، تر څو د ايراني ولسمشر له لوري سوريې ته د سفر پر مهال د دواړو هيوادونو تر منځ د لاسليک شويو هوکړو عملي کېدل ګړندي کړي.

د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي په می مياشت کې سوريې ته ولاړ او د دې سفر پر مهال د دواړو هيوادونو تر منځ د اوږد مهال هوکړې وشوې، تر څو د دواړو متحدينو تر منځ اقتصادي اړيکې پياوړې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه