اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې د دې ولایت د برګمټال ولسوالۍ په ځنګله کې د لګیدلي اور له امله ۶۰ جریبه ځنګل سوځیدلی او لاهم دوام لري.
د نورستان د چاپېریال ساتنې ریاست لپاره د طالبانو رییس سرتاج الدین صافی وايي، دغه اور لګېدنه د تېرې یکشنبې په ورځ (۵ د وږي) د برګمټال ولسوالۍ په «نیک موک» سیمه کې را منځته شوې او خلک یې د کابو کولو هڅه کوي.
صافی زیاتوي، چې د سلګونه ځايي کسانو په همکارۍ یې د اور د مهار لپاره هڅې پېل کړي او په خبره یې اور لاهم دوام لري خو د پراختیا مخه یې نیول شوې ده.
نوموړي وویل، په ۶۰ جریبه سوځېدلي ځنګل کې تر ډېره د نښترو ونې دي، چې په بشپړ ډول د اور خوراک شوي دي.
هغه د یادې اورلګېدنې د لامل په تړاو څه ونه ویل.
څه باندې دوه میاشتې وړاندې هم د کونړ په ماڼوګي او د نورستان په کامدېش ولسوالیو کې هم د څو ورځنۍ اورلګېدنې له امله نږدې دوه سوه جریبه ځنګل سوځېدلی وو.
