اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د سیند اوبو دوه ماشومان ډوب او له ځان سره وړي دي.
یوې ځایي سرچینې وویل، چې دغه ماشومان تېره ورځ (سې شنبه، ۷ د وږي)د ناړۍ ولسوالۍ له مربوطاتو څخه د کونړ سیند اوبو وړي دي.
سرچینه زیاتوي، یاد ماشومان سره وروڼه دي او تر اوسه یې جسدونه نه دي موندل شوي.
سرچینې د سیند په اوبو کې د یادو ماشومانو د ډوبېدو لامل نه دی څرګند کړی.
تر اوسه کونړ کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د دغو ماشومانو د ډوبېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
د هوا په ګرمېدو سره د هېواد په ختیځو ولایتونو کې ګڼ ځايي خلک او کورني سیلانیان د سیند په اوبو کې د لامبو پر مهال مړه او ټپیان شوي دي.
