اطلاعات روز: کندهار ښار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي چې د دې ښار د درېيمې حوزې اړوند سیمه کې یوه ۱۸ کلن ځوان ځان زندۍ کړی او مړ شوی دی.
د طالبانو پوليس زیاتوي، چې دغه ځوان حميدالله نومیده او تېره دوشنبه (۶ د وږي) یې د کندهار ښار د درېيمې حوزې اړوند «ملايانو» سیمه کې ځان ځړولی دی.
دوی وایي، حمیدالله عصبي ناروغۍ درلوده چې له همدې کبله یې ځان زندی کړی او مړ شوی دی.
ورته مهال د دغه ځوان کورنۍ هم وایي، چې نوموړی له څه مودې راهيسې د عصبي سیستم له ګډوډۍ سره مخ و.
د يادونې وړ ده چې تردې څو ورځې وړاندې هم کندهار کې يوه ماشوم د پلار له ډاره ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی و.
