د افغانستان د المپياد لوبډلې «پوسټر» د ستورپوهنې او اسټرو فزيک په شپاړسم المپياد کې لومړی مقام خپل کړ

Photo: کیهانه - Kayhana via facebook

اطلاعات روز: د ستورپوهنې خصوصي ټولنه «کيهانه» وایي، چې د افغانستان په استازولۍ يې په پولينډ کې د ستورپوهنې او اسټرو فزیک (lOAA) په شپاړسم المپياد کې ګډون کړی او طرحې يې لومړنی مقام ګټلی دی. د دې علمي ټولنې پر فيسبوک پاڼه ليکل شوي چې د بهترينو «پوسټرونو» جايزه د افغانستان او قبرس لوبډلو تر لاسه کړې ده.

کيهانه ټولنې پر خپلې فېسبوک پاڼې یوه پیغام کې ليکلي، چې افغانستان په لومړي ځل د ستورپوهنې او اسټرو فزيک په نړيوال المپياد کې ګډون کړی دی.

کيهانه ليکلي: «په خوشحالۍ اعلان کوو چې په دې المپياد کې د افغانستان د المپياد ډلې طرحې لومړی [مقام] ګټلی دی.»

د کيهانه ټولنې په وينا، د افغانستان طرحې د ۵۳ هيوادونو تر منځ زياتې رايې وړې دي. دې ټولنې د خپلې طرحې په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

د ستورپوهنې او اسټرو فزيک شپاړسم نړيوال المپياد په خپله اعلاميه کې ويلي، چې د المپيک د تر ټولو غوره «پوسټرونو» جايزه د افغانستان او قبرس لوبډلو ته ورکړل شوې ده.

په همدې حال کې کيهانه ټولنه وايي، چې د افغانستان المپياد لوبډلې غړو ته د پولينډ له لوري ويزه نه ده ورکړل شوې او نه دي توانېدلي چې په IOAA ازموينه کې ګډون وکړي.

د کيهانه په وينا، يوازې آمېنه کريميان چې د دې ټولنې له مشرانو څخه ده د ستورپوهنې او اسټروفزيک په المپياد کې د افغانستان استازولي کړې ده.

دې ټولنې د افغانستان المپياد لوبډلې غړو ته د ويزې د نه ورکړې لامل «سياسي ملاحظات» ګڼلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه