اطلاعات روز: د بشر حقونو څار د طالبانو له لوري د افغان نجونو د تحصيلي سفر مخنيوي ته په غبرګون کې غوښتنه کړې چې نړيواله ټولنه دې پر دې ډلې نور فشار راوړي، تر څو د ښځو د حقونو نقض پای ته ورسوي.
ټاکل شوې وه چې تېره اونۍ شاوخوا ۱۰۰ نجونې د کابل له هوايي ډګر څخه متحده عربي اماراتو ته الوتنه وکړي تر څو په «دوبۍ پوهنتون» کې تحصيل وکړي؛ خو طالبانو د دې نجونو د سفر مخه ونيوله.
د متحده عربي اماراتو سوداګر خلف بن احمد الحبتور وايي، چې ده د دوبۍ په پوهنتون کې د دې نجونو د تحصيل زمينه برابره کړې وه او د هغوی د سفر او پوهنتون لګښتونه يې منلي و.
دې سوداګر پر ايکس پلټفارم په خپاره کړي پيغام کې ويلي، چې د طالبانو له لوري د دې نجونو د سفر د مخنيوی په تړاو د خپلې ناهېلۍ د بيان لپاره الفاظ نه لري.
د بشر حقونو څار هم د طالبانو دې اقدام ته په غبرګون کې پر ايکس ټولنيزې شبکې ليکلي: «نړيواله ټولنه بايد د ښځو د حقونو د نقض پای ته رسولو لپاره پر طالبانو د فشار اچولو لپاره نورې هڅې وکړي.»
طالبانو تر دې وړاندې هم له هيواده د باندې د نجونو د سفر مخه نيولې ده. دا ډله وايي چې ښځې او نجونې له محرم پرته د سفر اجازه نه لري.
دې ډلې په افغانسان کې ښوونځي او پوهنتونونه هم د نجونو او ښځو پر وړاندې تړلي دي.
