اطلاعات روز: له تروريزم د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال ولاديمير ورونکوف وايي، چې اوس مهال په افغانستان کې د «تروريستانو» لاس ته د وسلو د لوېدو ویره پیدا شوې ده.
نوموړي دا څرګندونې پرون (جمعه، ۳ د وږي) د سولې او نړيوال امنيت پر خلاف د داعش د ګواښونو په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې کړې دي.
ده د يوه راپور په وړاندې کولو سره خبرداری ورکړ چې د مالي د ساحل، بورکينافاسو او نيجر په ګډون افريقايي هيوادونو کې له داعش سره تړلې ډلې د پراختيا په حال کې دي.
ورونکوف زياته کړې: «له افريقا هاخوا، په افغانستان کې وضعيت په تدريجي توګه پېچلی کېږي او اوس مهال د تروريستانو لاس ته د وسلو او مهماتو د لوېدو وېره پيدا شوې ده.»
له افغانستانه د امريکا تر وتلو او د دې هيواد د دولت تر ړنګېدو وروسته، ټول نظامي تجهيزات د طالبانو لاس ته لوېدلي دي. په دې دوو کلونو کې بيا-بيا له افغانستانه نورو هيوادونو ته د وسلو د قاچاق او دې تجهيزاتو ته د تروريستي ډلو د لاسرسي په تړاو اندېښنې ښودل شوې دي.
له تروريزم سره د مبارزې د کميټې اجراييه مديرې ناتاليا ژرمن پرون په غونډه کې وويل، چې د ځمکني کنټرول له کمېدو سره-سره، داعش لا هم فعال او د پراختيا غوښتنې په هڅه کې دي.
دې د حللارو په تشرېح کولو ويلي، چې له تروريزم سره د مبارزې کميټه د خپلو شريکانو په همکارۍ هڅه کوي چې پوه شي له تروريزم سره په مبارزه کې نوي ابزار او د ټکنالوژۍ کاريالونه څرنګه کارېدلای شي.
په پرونۍ ناسته کې د ايکواډور استازي هم د افغانستان وضعيت او په سيمه کې د داعش د بريدونو وړتيا اندېښمنوونکې ګڼلې. ده ويلي چې داعش په پاکستان کې د جولای د ۳۰مې او په ايران کې د اګست د ۱۳مې په څېر برېدونه کولای شي.
ده د داعش د مالي سرچينو پر تړل کېدو له ټينګار سره-سره ويلي، چې له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د نړيوالې همغږۍ تړون ته د پيسو د نړيوال صندوق (آی ايم ايف) زياتېدونه مرسته کوي چې په دې موضوع کې څو اړخيزې هڅې وشي.
د امريکا استازې ليندا توماس-ګرينفيلډ چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا مشري کوي، په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې متحده ايالات خپلو افريقايي شريکانو ته د بنسټيزو مرستو په ورکولو سره له داعش او القاعدې سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
دې ويلي، چې په سويلي اسيا کې افغانستان هم بايد د القاعدې او داعش په ګډون د تروريستي ډلو لپاره امن ځای نه وي.
ورته مهال د روسيې استازي په منځني ختيځ، افريقا او افغانستان کې د داعش په وده کې د لوېديځ پر رول نيوکه کړې ده.
ده ويلي: «په منځني ختيځ کې د داعش راڅرګندېدل پر عراق د امريکا او د هغې د متحدينو د مستقيم تېري پايله ده.» د ده په وينا، په افريقا کې هم پر لېبيا د «ناټو» په تېري سره داعش راڅرګند شول.
د روسيې استازي ويلي: «د افغانستان وضعیت هم يوه څرګنده بېلګه ده چې لوېديځ له تروريزم ضد مسايلو څخه د خپلو ځانخوښو جيوپوليټيک ګټو د خدمت لپاره ګټه پورته کوي.»
