اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ولایتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او د یوې ښځې په ګډون څلور نور کسان ژوبل شوي دي.
د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو رییس سمیع الحق حق بیان وایي، دغه ترافیکي پېښه تېره شپه (چهارشنبه، ١ د وږي) ۱۰:۰۰ بجې د نورګرام ولسوالۍ په «لټوا» سیمه کې را منځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې دغه پېښه د یوه ډاټسن موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې پکې یو کس مړ شوی او د یوې ښځې په ګډون څلور تنه ټپیان دي.
نورستان د هېواد یو له هغو ولایتونو دی، چې نږدې ټولې لویې او فرعې لارې یې خرابې دي، چې له امله یې ډېری مهال ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.
د نورستان خلک نیوکه کوي، چې په افغانستان کې د وخت حکومتونو دغلته د خرابو سړکونو د رغونې ترڅنګ په نورو برخو کې هم کار نه دی کړی او غوښتنه کوي، چې د طالبانو حاکم رژیم باید په دې ولایت کې د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
