اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) وايي، چې په افغانستان کې د ناچاوده جنګي توکو ۸۵ سلنه قربانيان ماشومان دي.
دې بنسټ پرون (چهارشنبه، ۱ د وږي) پر ايکس ټولنيزې رسنۍ په يوه پيغام کې ليکلي، چې افغانستان په جنګي وسلو تر ټولو ککړ هيواد دی.
يونيسف زياته کړې، چې دوی په افغانستان کې له اروپايي اتحاديې سره يو ځای ماشومانو ته ناچاوده مهمات ور ښيي تر څو ځان ترې لېرې وساتي.
يو څه وخت وړاندې د سره صليب د نړيوالې کميټې له لوري له خپرو شويو شمېرو سره سم، د ۲۰۲۲ کال له جنوري مياشتې څخه بيا د ۲۰۲۳ کال تر جون مياشتې پورې په افغانستان کې له جنګه د پاتې ماينونو او چاودېدونکنو موادو په چاودونه کې ۶۴۰ ماشومان مړه او يا ژوبل شوي دي.
د سره صليب په وينا، دا شميرې له جنګه د پاتې ماينونو او چاودېدونکو توکو د ټولو ملکي تلفاتو (يو زر او ۹۲) ۶۰ سلنه جوړوي.
د دې کميټې په راپور کې راغلي، چې ناچاودې او له جنګه پاتې وسلې په افغانستان کې د ملکيانو لپاره يو واقعي او دايمي ګواښ دی، خو د ماينونو او نورو چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره هڅې بريالۍ نه وې.
د سره صليب نړيوالې کميټې ويلي، که څه هم په افغانستان کې جنګ کم شوی، خو د ۲۰۲۱ له اګست راهيسې د ماينونو او چاوېدونکو موادو په چاودنو کې تلفات زيات شوي دي.
ويل کېږي چې د افغانستان شاوخوا ۶۰۶ مربع کيلومټره خاوره په ماينونو او چاودېدونکو توکو ککړه ده.
