اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وایي، چې «وسله والو غلو» د دې ولایت په خانشین ولسوالۍ کې یو ۲۷ کلن ځوان په ډزو وژلی او موټر یې ترې بیولی دی.
یوه ځایي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي اطلاعات روز ته وويل، چې دغه ځوان فهيم نومیده او تېره ورځ (سې شنبه، ۳۱ د زمري) د خانشين ولسوالۍ اړوند «ميدان» نومې سيمه کې غلو وژلی دی.
سرچینه زیاتوي، چې طالبانو د فهیم جسد د هغه کورنۍ ته سپارلی او په سيمه کې یې د غلو د پیدا کولو هڅې پېل کړي.
هلمند کې ځایي طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د هیواد دننه جنایي پیښې زیاتې شوي چې خلک یې لامل بې کاري او اقتصادي ستونزې یادوي.
