پاکستان د کرکټ په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

Photo: Aijaz Rahi/AP

اطلاعات روز: د افغانستان او پاکستان تر منځ د درو يو ورځنيو لوبو د لوبلړۍ په اوله لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې افغان لوبډلې ته په ۱۴۳ منډو ماتې ورکړه.

د پاکستان او افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ نن (سې‌شنبه، ۳۱ د زمري) په سرېلانکا کې د لومړۍ لوبې ټاس پاکستانۍ لوبډلې وګاټه او افغان لوبډلې ته يې د توپ اچونې بلنه ورکړه.

پاکستانۍ لوبډله د توپ وهنې پر مهال د افغان ورو توپ اچوونکو له لوري له ننګونو سره مخ وه او د ۴۸ اور په لومړي بال يې ټوله لوبډله پر ۲۰۱ منډو وسوځېدله او افغان لوبډلې ته يې ۲۰۲ هدف وټاکه.

د يادونې وړ ده چې په پاکستانۍ لوبډله کې امام الحق تر ټولو ډېري ۶۱ منډې وکړې.

د افغان توپ وهونکو له لوري پيل ښه نه و او لومړۍ ويکټ يې په درېيم اور کې پر درو منډو بايلوده.

تر دې وروسته افغان توپ وهونکي يو په بل پسې د پاکستاني تېزو توپ اچوونکو له لوري وسوځېدل او ټوله افغان لوبډله يوازي د ۵۹ منډو په کولو سره وسوځېده.

افغان لوبډله د اګست پر ۲۴ او ۲۶ له پاکستان سره دوې نورې يو ورځنۍ لوبې هم لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه