اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسيف) وايي چې تر ۸.۲ ميليون زيات افغانان په ايران، پاکستان، تاجيکستان او ازبکستان هيوادونو کې ژوند کوي.
يونيسيف په تازه توګه په يوه راپور کې ويلي دي چې په افغانستان کې اوږدو کړکېچونو د دې هيواد وګړي کډوالۍ او پناه غوښتنې ته اړ کړي دي. د يونيسيف په وينا، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ۱.۶ ميليون وګړي کډوال شوي دي.
په دې راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۲۳ د جون تر ۳۰ پورې، تر ۸.۲ ميليون زياتو افغانانو په بېلابېلو وضعيتونو کې په ايران، پاکستان، تاجيکستان او ازبکستان هيوادونو کې ژوند کاوه. له دې کډوالو څخه ۲.۱ ميليون پناه غوښتونکي ثبت شوي دي.
يونيسيف زياته کړې ده چې د ۲۰۲۳ کال د لومړۍ نيمايي پر مهال يې په پنځو هيوادونو کې د افغانستان د وګړو او د کوربه ټولنې د غړو ملاتړ کړی دی.
د یونيسيف په وينا، په دې هيوادونو کې يې ۲۱۰ زره ماشومانو ته د شري واکسين ورکړی او د ۱۳ زره خوارځواکو ماشومانو درملنه يې کړې ده او همدا راز يې ۱۰۲ زره ماشومانو ته زده کړو ته د لاسرسي زمينه برابره کړې.
يونيسيف زياته کړې ده چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال يې د افغان ماشومانو، د هغوی د کورنيو او کوربه ټولنو د اړتياوو د تأمين لپاره د ۶۶.۲ ميليون ډالرو غوښتنه کړې وه.
د يونيسيف په وينا، د ۲۰۲۳ د جون مياشتې تر ۳۰ د غوښتل شوې بودجې زياته برخه نه ده تأمين شوې او ۴۴.۴ ميليون ډالره بودجوي تشه موجوده ده.
