اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو په دغه ولايت کې د تېر حکومت د پوليسو افسر او د جلال اباد ښار د نهمې امنیتي حوزې پخوانی امر نيولی دی.
يوې باوري سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط نن (يکشنبه، ۲۸د زمري) وویل، چې د پوليسو دغه افسر اصف ساپی نومیږي او طالبانو يوه اوونۍ وړاندې نيولی دی.
سرچينې زیاته کړه، چې طالبانو د آصف ساپي د نيولو په تړاو ځانونه منکر کړي او نه يې هم کورنۍ ته په اړه معلومات ورکوي.
تر اوسه د پخواني نظام د دغه پوليس افسر په تړاو د ننګرهار ځايي طالبانو څه نه دي ويلي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې د ننګرهار په ګډون د هېواد په ګڼو ولايتونو کې د پخواني نظام ډېری نظامي او ملکي کار کوونکي نيولي، بنديان کړي، شکنجه کړي او وژلي دي.
