اطلاعات روز: د ايران د انرژۍ وزير علي اکبر محرابيان وايي، چې په دهراوود کې د اوبو د کچې معلومولو له سټیشن څخه د ايراني کارپوهانو ليدنې وښوده چې په افغانستان کې وچکالي جدي ده.
د ايسنا خبري اژانس په وينا، ښاغلي محرابيان نن (يکشنبه، ۲۹ د زمري) ويلي، چې په دې اړه تکميلي معلومات بايد د دې هيواد د بهرنيو چارو وزارت ورکړي.
د ايسنا د راپور له مخې، د هلمند په سيند کې د حقابې په اړه د ايران د انرژۍ وزير ويلي، چې «په دې وروستيو کې زموږ همکارانو په دهراوود کې د هلمند د اوبو د کچې معلومولو سټیشن ليدلی دی. دې ليدنې ښودلې چې وچکالي په افغانستان کې هم جدي ده.»
ده ټينګار کړی: «په افغانستان کې د شوي باران کچې ته په پام، ايران خپل سهم لري او دا زموږ قانوني سهم دی چې غوښتنه يې وکړو.»
په هلمند سيند کې د ايران د حقابې په تړاو د دې هيواد او طالبانو ترمنځ تر اوږده جنجال وروسته، د روانې لمريزې مياشتې پر ۲۱مه په کابل کې د ايران ځانګړي استازي او د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي خبر ورکړ چې ايراني کارپوهانو د ارزګان ولايت د دهراوود په ولسوالۍ کې د اوبو د کچې معلومولو له سټیشن څخه ليدنه کړې ده.
تر دې وروسته د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په دهراوود کې د اوبو د کچې معلومولو له سټیشن څخه د ایراني پلاوي لیدنه تایید کړه او ويې ويل چې دې پلاوي د نورو کلونو په دوام روان کال د اقليمي بدلونونو له وجې تر نورمال اوبيز کال کم ګڼلی دی.
تر لس ورځې زيات وخت کېږي چې ايراني پلاوي په دهراوود کې د اوبو د کچې معلومولو له سټیشن څخه ليدنه کړې، خو رسمي راپور يې لا هم نه دی خپور شوی.
