کونړ کې د تاریخي آبدو د رغونې نیمګړې پروژې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: د کونړ اوسېدونکي وایي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د پخواني جمهوري حکومت پرمهال د تاریخي آبدو د رغونې په موخه پروژې پېل شوې وې، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې کارونه په ټپه دریدلي دي.

سیمه ییز خلک وایي، د تېر حکومت له پرځېدو وروسته د یادو پروژو چارې نه دي پېل شوي او نیوکه کوي، چې طالبانو دغه برخه له یاده ویستلې او پام ورته نه کوي.

کونړ مېشتي وایي، تېر جمهوریت په وټه پور او خاص کونړ ولسوالیو کې د یوه اوږدې مخینې لرونکي جومات او زیارت د ترمیم چارې پېل کړې وې، چې تر ړنګېدو وروسته یې کارونه نیمګړي پاتې دي.

د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی زین الله وایي، د دې ولسوالۍ اړوند «مولا صاحب بابا زیارت» چې له یوې پېړۍ ډېره مخینه لري د تېر حکومت پرمهال یې تر یو بریده د ترمیم کارونه شوي وو، چې د طالبانو راتګ سره یې چارې نیمګړې او یو شمېر برخې یې بارانونو او سیلابونو زیانمنې کړي.

بل لور ته د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې د «حضرت غفران رح بابا» تاریخي جومات چې شااوخوا ٣٠٠ کاله قدامت لري او د تېر حکومت پرمهال یې د بیا رغونې چارې پېل شوې وې، واک ته د طالبانو له رسېدو سره بې برخلیکه پروت دی.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، طالبانو د تاریخي آبدو ترمیم، ساتنه او رغونه له یاده ویستلې او پر دغې ډلې غږ کوي، چې د تاریخي آبدو د ساتنې او ترمیم لپاره دې جدي هڅې پېل کړي.

د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکي نصار احمد وویل: «د حضرت غفران رح بابا جومات له سلو کالو زیاته سابقه لري، جمهوریت کې یې د جوړولو آتیا فیصده کارونه وشول، اوس یې کارونه په ټپه ولاړ دي. د طالبانو حکومت تاریخي آبداتو او ځایونو ته هېڅ پام نه دی کړی.»

د کونړ خلک دغه راز د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د تاریخي آبدو د ترمیم، بیارغونې او ساتنې لپاره دې کار وکړي او په دې برخه کې دې له خلکو سره د غولوونکو ژمنو پرځای عملي قدمونه واخلي.

دغه راز کونړ کې د اطلاعاتو او کولتور ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وایي، چې دغلته یې د تاریخي آبدو د ترمیم او بیا رغونې پروژو په تړاو له وزارت سره معلومات شریک کړي، خو په خبره یې لا تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د دغه ریاست د اطلاعاتو آمریت لپاره د طالبانو آمر منیب الله افغان وایي، په خاص کونړ ولسوالۍ کې د حضرت غفران رح بابا تاریخي جومات چې له یوې پېړۍ زیاته مخینه لري د تېر حکومت پرمهال یې د ٩ مېلیونه افغانیو په لګښت د بیا رغونې آتیا سلنه چارې بشپړې شوي دي.

هغه زیاتوي: «په دې پروژو کې یوه پروژه چې تېر حکومت کې شروع شوې وه، یوه یې په وټه پور ولسوالۍ کې د مولا صاحب بابا زیارت دی چې د څلور مېلیونه افغانیو په لګښت یې کارونه شروع شوي وو، چې یوازې شل فیصده کارونه یې شوي. بله پروژه په خاص کونړ ولسوالۍ کې د حضرت غفران رح بابا جومات چې د تېر حکومت پرمهال یې د ٩ مېلیونه افغانیو په لګښت کارونه شروع شوي وو، اتیا فیصده کارونه یې شوي، نور پاتې دي.»

اندېښنې دادي، که د دغو تاریخي آبدو د ترمیم او بیا رغونې په موخه پېل شوې پروژې بشپړې نه شي، وېره شته چې د یادو پروژو ترسره شوې چارې د وخت په تېرېدو له منځه ولاړې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه