طالبانو په زابل کې څلورو تنو ته په عام محضر کې سزا ورکړې

اطلاعات روز: طالبانو د زابل ولايت په شاه جوی ولسوالۍ کې څلور کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې پر ايکس پلټفارم په خپله خپره کړې اعلاميه کې ليکلي چې دې کسانو ته نن (پنجشنبه، ۲۶ د زمري) د علماوو، قومي مشرانو او ګڼو هيوادوالو په حضور کې «ټاکلې تعزيري سزا» ورکړل شوې.

همدا راز د شاجوی لپاره د طالبانو ولسوال رحمت الله جواد ويلي دي چې په دې کسانو کې يوه ته يې د «بچه بازۍ» او درو نورو ته د «غلا» په تور سزاوې ورکړې دي.

د ده په وينا چې د «بچه بازۍ» په تور نيول شوی کس ۳۹ درې وهل شوی او په ۱۸ مياشتني بند محکوم شوی.

ده زياته کړې چې د «غلا» په تور هر يو ۳۹ درې وهل شوی او له شپږو څخه تر څلورو کلونو په بند محکوم شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دغې ډلې تر اوسه په لسګونو ځله خلک په عام محضر کې په دُرو وهلي او دوه ځله يې په عامه محضر کې د اعدام حکم هم پلي کړی دی.

د بشري حقونو نړيوالو بنسټونو او ملګرو ملتونو د افرادو علني مجازات د بشري حقونو نقض ګڼلی او د درېدو غوښتنه يې کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه