اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوتريش پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دويمې کليزې په مناسبت ويلي دي چې په دې هيواد کې وضعيت د ښځو او نجونو پر حقونو د محدوديتونو په شمول ډېر اندېښمنوونکی دی.
ده تېره شپه (سېشنبه، ۲۴ د زمري) پر ايکس ټولنيزې شبکې پر خپله پاڼه ليکلي: «نړيواله ټولنه بايد د افغانستان خلګ هېر نه کړي.»
پرون واک ته د طالبانو د رسېدو کليزه وه. طالبانو د تېرو دوو کلونو پر مهال د افغانستان پر وګړو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو سخت محدوديتونه لګولي دي.
اوس مهال د طالبانو تر واک لاندي ښځې او نجونې د زده کړې، کار او ازاد تګ – راتګ له حقونو بې برخې دي.
د بشري حقونو فعالان وايي چې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند ښايي «د جنسيت پر اساس بشري جنايت او جنسيتي اپارتايډ وګڼل شي».
د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم په تازه توګه ويلي دي چې په افغانستان کې د جنسيتي اپارتايډ په اړه بحث لازمي شوی دی.
