له طالبانو د خلکو ناهیلي؛ د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې ځایي خلکو په شخصي لګښت د یوه پله د جوړولو چارې پېل کړې

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: کونړ د هېواد یو له هغو ولایتونو دی، چې ګڼې سیمې یې د کونړ سیند له امله په دوو برخو وېشل شوي او له یوې غاړې بلې هغې ته یې د خلکو تګ راتګ ستونزمن کړی دی.

د کونړ شیګل ولسوالۍ اړوند د «شینګرګل» سیمه چې زرګونه کورنۍ په کې ژوند کوي، خو د دې سیمې په زړه تېر سیند او د سیند د پاسه د پله نشتوالي دغلته زرګونه کورنیو ته جدي ستونزې پیدا کړي دي.

د شینګرګل سیمې اوسېدونکي نوشېر خان وایي، په سیمه کې یې د پله د نشتون او په سیند کې د اوبو د ډېروالي له امله د ښوونځیو زده کوونکي، ماشومان، مېرمنې، سپین ږیري او حتی ځوانان له سختو ستونزو سره مخ وي، چې ډېری وخت په ټاکلي وخت خپلې موخې ته نه شي رسېدلی.

نوموړي وویل: «دلته ټول خلک غریب دي، ټول کار روزګار والا دي، د دې ځای ټول خلک ښکته مرکز ته ځي سبقونه وایي، همدغه شان مریضان هسپتالونو ته ځي راځي، نو د خلکو د تګ راتګ ډېر زیات مشکل دی او دلته نفوس هم زیات دی، درې کلي پراته دي. ټول په دې لاره باندې تګ راتګ کوي، د زنانه وو د ماشومانو ډېر زیات تکلیف دی، خو دا دومره زیاتې اوبه دي چې ځوانان ترې نه شي پورې وتلی پاتې لا ماشومان او زنانه شي.»

د شیګل ولسوالۍ د شینګرګل سیمې خلک وایي، پخواني جمهوریت او د طالبانو اوسني رژیم د یاد پله د جوړېدو ګڼې ژمنې کړي، خو په خبره یې تر اوسه په دې برخه کې ټولې ژمنې په یخ لیکلې پاتې شوي.

د سیمې اوسېدونکی ډاکټر لطیف الله شینواری زیاتوي، تېرو حکومتونو په ځلونو د یاد پله د جوړولو سروې ګانې کړي، خو عملي قدم یې نه دی اخېستی.

نوموړی له طالبانو غوښتنه کوي، چې د یادې سیمې په نوم راغلې پروژې دې ورته تطبیق او د پله د نشتون ستونزه دې هواره کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ له امارت نه دغه غوښتنه ده، چې زموږ لپاره کم از کم دغه کومې پروژې چې دلته راغلي او بېرته ختمې شوي باید په هغوی تجدید نظر وکړي او مونږ ته دغه پول جوړ کړي.»

د سیمې اوسېدونکي چې د پخوانیو حکومتونو او د طالبانو د اوسني رژیم له تکراري ژمنو ناهیلي شوي په یوه تازه ګام کې یې په خپل شخصي لګښت او د خلکو په مرسته د پله د جوړولو هڅې پیل کړي.

د شینګرګل سیمې اوسېدونکی ډاکټر حنیف الله وایي، د یاد پله د بنسټیز جوړښت توان نه لري او د طالبانو له شته رژیم او مرستندویه بنسټونو د یادې ستونزې د دایمي حل غوښتنه کوي.

هڅه مو وکړه، چې د کونړ د شیګل ولسوالۍ په شینګرګل سیمه کې د پله د نشتون په تړاو د کونړ د ټولګټو چارو ریاست لپاره د طالب چارواکو او د طالبانو د ولایتي ادارې مسوولینو نظر هم واخلو، خو له پرلپسې هلو ځلو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر له ځان سره ولرو.

د دغې ولسې پروژې مسوولین وایي، د یاد پله د نسبي اساسي جوړښت باندې درې نیم سوه زره افغانۍ لګښت راځي، چې تر اوسه یې له شتمنو هېوادوالو  ۵۰ زره افغانۍ را ټولې کړي او هڅه کوي، چې لا نورې مرستې ترلاسه کړي او د تل لپاره د شینګر ګل سیمې اوسېدونکو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

دوی وایي، واک ته دطالبانو له رسېدو دوه کاله پوره شول؛ خو دغې ډلې ورسره یوازې کاذبې ژمنې کړي او د عملي کار هېڅ څرک یې نه معلومېږي، نو ځکه خو اړ شول د سیمې د ځوانانو په فزیکي کار او د شتمنو هېوادوالو په مالي مرسته د خپلې سیمې د پله جوړولو لپاره لاس په کار شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه