اطلاعات روز: په خوست کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي چې د دې ولايت په مرکز کې يوه هوټل ته نژدې چاودنه شوې چې له امله يې درې تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.
په خوست کې د طالبانو امنيې قومندانۍ په خپله خپره کړې اعلاميه کې ويلي دي چې دا چاودنه نن (دوشنبه، ۲۳ د زمري) تر غرمې وړاندي يوولس بجې شاوخوا په خوست ښار کې يوه هوټل ته نژدې وشوه.
په خوست کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ په اعلاميه کې راغلي دي چې د دې پېښي په وژل شويو او ژوبلو کې يو شمېر وزيرستاني کډوال هم شته دي.
په خوست کې د طالبانو امنيې قومندانۍ زياته کړې ده چې دوی د پېښي د ماهيت پلټنه کوي.
تر اوسه هيڅ ډلې او يا فرد د دې پېښي مسووليت نه دی منلی.
دا پېښه په داسي مهال کې شوې ده چې په دې وروستيو کې د پاکستاني چارواکو او طالبانو تر منځ په افغانستان کې د تروريستانو د شتون او «په پاکستان کې په بريدونو کې د افغان وګړو د ښکېلتيا» په اړه ترينګلتيا زياته شوې ده.
