اطلاعات روز: هلمند کې طالب مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
هلمند کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول عزت الله حقاني وایي، چې دغه شخړه تېره شپه (شنبه، ۲۱ د زمري) د مارجې ولسوالۍ اړوند «بلاک نو» سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې د دغو دوو کورنیو ترمنځ د شخړې په ترڅ کې د یوه لوري د ذبیح الله په نوم یو کس وژل شوی او بل ټپي دی او دغه راز د مقابل لوري څخه دوه تنه ټپیان دي.
د حقاني په خبره، طالب سرتیرو د پیښې ټپیان د لښکرګاه ښار ایمرجنسي روغتون ته رسولي او په شخړه کې ښکیل کسان یې نیولي دي.
هغه د شخړې اصلي لامل نه دی په ډاګه کړی، خو په سویلي ولایتونو کې ډیر کله داسې پیښې د ځمکو، اوبو او د کلیوالي ستونزو له امله رامنځته کېږي.
