د افغان ښځو پارلماني او رهبري شبکه: طالبان دې د ښځو پر خلاف د تاوتريخوالي بنسټيز کول ودروي

اطلاعات روز: د فعالو ښځو يوې ډلې چې د افغانستان د ښځو پارلماني او رهبرۍ شبکه نومول شوې له طالبانو غوښتي چې «د ښځو او نجونو پر خلاف دې د تاوتريخوالي عادي کول او بنسټيز کول ودروي».

دې شبکې په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د افغانستان د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو پر خلاف تبعيض مخ پر زياتېدو دی او ښځې د ژوند له ټولو برخو شړل شوې دي.

د افغانستان د ښځو پارلماني او رهبرۍ  شبکې زياته کړې، چې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو سيسټماټيک نقض دوی منزوي کړي او که دا بهير دوام پیدا کړي نو په نږدې راتلونکي کې به «د افغانستان د هيڅ ښځې اواز لوړ نشي او په افغانستان کې به له ښځې سره ليدل او خبرې کول ناشوني وي».

دې شبکې زياته ویلي، چې د داسې يوه وضعيت تصور «په افغانستان کې د لويي انساني فاجعې څرګندونه کوي چې همدا اوس پېښېږي».

د ښځو پارلماني او رهبرۍ شبکې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې دې پېژندل شويو دودونو او د ښځو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.

دې شبکې همدار راز غوښتنه کړې چې د ښځو پر خلاف دې د تاوتريخوالي د عادي کېدو او بنسټيز کېدو مخه ونيول شي.

د ښځو د پارلماني او رهبرۍ شبکې په اعلاميه کې راغلي، چې په افغانستان کې ښځې د ښځو او نجونو د حقونو په تړاو ځواب ويونکې دي.

د ښځو پارلماني او رهبرۍ شبکې له نړيوالې ټولنې هم غوښتي چې د افغانستان د ښځو او نجونو د ژغورنې له بهير سره دې يو ځای شي. د دوی په وينا، د نړيوالې ټولنې ملاتړ د افغانستان د ښځو د حقونو د ښه کېدو لپاره اړين دی.

د ښځو پارلماني او رهبرۍ شبکې د افغانستان د ښځو په اړه د ښځينه حقونو د ملاتړو هيوادونو د څو اړخيزو اقداماتو د درېدو غوښتنه کړې ده.

دې شبکې ويلي، باور لري چې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو د مدافعو داخلي بنسټونو سياست او مشترک فعاليت کولای شي د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو په اعاده کې يوه واحده ژبه رامنځته کړي.

طالبانو پر افغانستان تر بيا ځلې واکمنېدو وروسته ښځې له زده کړو او کار کولو څخه راګرځولې دي او په عمومي ځايونو کې يې د هغوی پر حضور سخت محدوديتونه لګولي دي.

په دې موده کې دا ډله په لسګونو ځلې «د بشري حقونو په نقض» او «بشر ضد جنايت» تورنه شوې او د ملګرو ملتونو کارپوهانو ويلي، چې د ښځو پر وړاندې د دې ډلې چلند «جنسيتي اپارتايډ» ګڼل کېدلای شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه