د طالبانو په زندانونو کې مرګونې شکنجې؛ رواداري: د وروستيو شپږو مياشتو پر مهال ۱۰ تنو خپل ژوند بایللی

اطلاعات روز: د «رواداري» په نوم د بشري حقونو يو بنسټ وايي چې موندنې يې ښيي چې د وروستيو شپږو مياشتو پر مهال لږ تر لږه ۱۰ تنو د طالبانو په زندان کې د شکنجې له امله خپل ژوند بايللی دی.

رواداري نن (شنبه، ۲۱ د زمري) د يوه راپور په خپرولو سره ويلي دي چې څارونکو يې د ۲۰۲۳ کال په نيمايي کې له ځينو مدافع وکيلانو او يو شمېر قربانيانو سره خبرې کړې دي. د دې خبرو په ترڅ کې مالومه شوې ده چې نيول شوي کسان لږ تر لږه يو ځل د طالبانو له لوري شکنجه شوي او بد چلند ورسره شوی دی.

د رواداري په وينا، وهل ټکول، په سخته ګرمي کې ساتل، په رسۍ خفه کول، تر حد زياتې اوبه ورکول او بيا د قربانيانو تناسلي اله بندول، د قربانيانو په تناسلي اله پسي د شيانو راځړول او وروسته يې روانول، د قربانيانو د ساه بندولو لپاره د هغوی په سر د پلاستيک اغوستل، بې خوبه کول، تر حد زيات تريخ خوراک ورکول، په ډزو وېرول او د حيواناتو په شپول کې د بنديانو ساتل د طالبانو په زندانونو کې معمول شکنجې دي.

د دايکندي ولايت د ناوه‌ميش ولسوالۍ يوه اوسېدونکي د طالبانو په لاس د خپلې شکنجې کيسه کړې: «طالبانو موږ په يوه تياره اطاق کې اچولي و، نيمه شپه به درې نفره راغلل او زما پر خوله به يې کمپل راکېښودله. يو به يې پر کمپله کېناست او دوو نورو به په لندو لښتو چې له ځان سره به يې راوړې وې، زما په وهلو شروع وکړه. تر هغو به يې وهل چې بې هوښه به شوم. هره شپه به يې همدا شکنجه راکوله.»

د کندهار ولايت يوه اوسېدونکي چې سلماني کوي، هم رواداري ته ويلي دي: «د ۲۰۲۳ کال د اپريل د مياشتې پر څلورمه د امر بالمعروف يو آمر زما دوکان ته راغی او زه او زما درې نور همکاران يې تهديد کړو چې ږيرې جوړوو او وېښتان سموو او له همدې وجې يې د پوليسو حوزې ته بوتللو او درې ورځې يې په يوه بدبويه کانټينر کې وساتلو. په دې درو ورځو کې يې موږ ته مناسب خوراک او اوبه نه راکولې او موږ يې شکنجه کولو.»

د رواداري موندنې ښيي چې يو شمېر نيول شوي، د طالبانو د شديدې شکنجې له کبله په زندانونو کې وژل شوي دي. دې بنسټ زياته کړې ده چې د ۲۰۲۳ کال د لومړيو شپږو مياشتو پر مهال توانېدلي دي چې د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې له کبله لږ تر لږه ۱۰ تنه وژنې مستندې کړي.

له دې راپور سره سم، د ۲۰۲۳ د می مياشتې پر شپږمه طالبانو د بغلان ولايت په نهرين ولسوالي کې يو قومي مخور ونيو او څو ورځې وروسته يې مړی پيدا شو.

د دې نفر يوه خپلوان رواداري ته ويلي دي: «موږ څو ځله هڅه وکړه چې هغه د طالبانو له زندان څخه راخلاص کړو؛ خو څو ورځې وروسته يې خبر راکړ چې د طالبانو د شکنجې له کبله مړ شوی دی.»

همدا راز د ۲۰۲۳ کال د مارچ د مياشتې پر ۲۳ نېټه د بغلان ولايت په تاله‌وبرفک ولسوالۍ کې د ښوونځي يو ښوونکی طالبانو ونيو او څو ورځې وروسته يې د دې ولايت په مرکز پلخمري کې مړی پيدا شو.

هدفي، مرموزې او غير قضايي وژنې

د رواداري د موندنو پر اساس، د ۲۰۲۳ کال د جنوري د مياشتې له لومړۍ نېټې بيا د جون تر۳۰ پوري لږ تر لږه ۳۴۲ تنه چې ۲۹۹ يې نارينه، ۳۳ يې ښځې او ۱۰ يې ماشومان دي، د طالبانو او نامعلومو افرادو له لوري په هدفي، مرموزه او غير قضايي توګه وژل شوي او يا ژوبل شوي دي. په دې لړ کې ۲۸۳ تنه وژل شوي او ۵۹ نور ژوبل شوي دي.

دې سازمان زياته کړې ده چې ارزول شويو پايلو ښوولې ده چې د هدفي او غير قانوني وژنو مرتکبين طالبان او نامعلوم افراد دي. د رواداري په وينا، قربانيان تر ډېره حده د پخواني حکومت کارمندان، د بشري حقونو فعالان، د طالبانو مخالفين او منتقدين دي.

د پخواني حکومت د کارمندانو هدفي وژنې

د رواداري له راپور سره سم، د ۲۰۲۳ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې چې په هدفي او غير قانوني توګه څوک وژل شوي دي، د هغوی ۵۵ تنه د پخواني حکومت ملکي او نظامي کارمندان دي. له دې افرادو څخه ۵۴ تنه يې وژل شوي او يو تن يې ژوبل شوی دی.

د دې بنسټ په وينا، په قربانيانو کې ۴۵ تنه نظاميان او ۱۰ تنه د پخواني حکومت د ملکي څانګو کارمندان و.

د رواداري په راپور کې راغلي دي چې داسي موارد شته دي چې طالبان او په ځانګړې توګه د دې ډلې د استخباراتو اداره د پخواني حکومت کارمندان وژني او وروسته اعلان کوي چې د دې افرادو تړاو له داعش سره و او يا يې هم ځان وژنه کړې ده.

د دې راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د مارچ په مياشت کې طالبانو د پخواني ملي امنيت د عمومي رياست يو کارمند په هرات ښار کې وواژه او وروسته يې اعلان وکړ چې دوی د داعش يو غړی وژلی دی. همدا راز د ۲۰۲۳ کال د اپريل پر ۱۰ د پخواني ملي امنيت د عمومي رياست يو کارمند په کابل ښار کې د خپل کور په وړاندي ووژل شو. طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړل؛ خو د دې کس قريبانو او نژدې کسانو رواداري ته ويلي دي چې دا کس د طالبانو له لوري وژل شوی دی.

د رواداري موندنې ښيي چې طالبانو د پخواني حکومت د کارمندانو د کورنۍ غړي او خپلوان هم وژلي دي.

په دې لړ کې د رواداري راپور زياتوي چې د مارچ پر ۱۵ طالبانو د پوځ د پخواني سرتېري مېرمن تر شکنجې وروسته وژلې ده. د قرباني مېړه رواداري ته ويلي دي چې طالبانو دشپې ناوخته کور ته د وسلې د موندنې په هدف ورغلي او د ده مېرمن يې تر شکنجې او وهلو رووسته په ډزو وژلې ده.

تر دې وړاندي هم د بشري حقونو بنسټونو طالبان د پخوانيو نظاميانو په وژنه تورن کړي دي؛ خو دا ډله دا تور ردوي او وايي چې د خپل رهبر د عامه بښنې فرمان ته ژمن دي.

طالبانو تر اوسه د رواداري د راپور په تړاو غبرګون نه دی ښوولی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه