د امريکا او مرکزي اسيا د هيوادونو استازو د افغانستان د سياسي راتلونکې په تړاو د خبرو-اترو پر اړتيا ټينګار وکړ

via uz.usembassy.gov

اطلاعات روز: د امريکا او مرکزي اسيا د هيوادونو استازو يو څه وخت وړاندي په قزاقستان کې د يوې اعلاميې له لارې ټينګار کړی چې د افغانستان د سياسي راتلونکې په تړاو د خبرو يو پراخ بهير اړين دی او همدا راز يې د حاکميتي بنسټونو پر جوړولو تأکيد کړی دی.

دا اعلاميه چې پرون (جمعه، ۲۰ د زمري) د (C5+1) تر غونډې وروسته خپره شوه، پکې راغلي دي چې د امريکا او مرکزي اسيا د هيوادونو ځانګړو استازو د افغانستان د وضعيت او پر سيمې يې د اغېزو په تړاو خبرې کړې دي.

دوی د يوه پراخ، يو موټي، خپلواک، باثباته او بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي کوونکي افغانستان ملاتړ کړی دی.

د امريکا او مرکزي اسيا د پنځو هيوادونو استازو ويلي دي چې باثباته او سولييز افغانستان يوازي هغه وخت جوړېدلای شي چې د ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږکيو په شمول ټول افغانان پکې په بشپړه توګه مساوي او معنادار ګډون ولري.

دوی د افغانستان د سياسي راتلونکې په اړه د خبرو-اترو د يوه پراخ بهير پر اړتيا او همدا راز د مسوولو واکمنو بنسټونو پر را منځ ته کېدو ټينګار کړی دی.

د امريکا او د مرکزي اسيا هيوادونو په خپله اعلاميه کې ټينګار کړی دی چې د افغانستان له قلمرو څخه بايد تروريزم او افراطيت د پناهځای، مالي تأمين او له همدې ځايه د خپرېدو استفاده ونه کړي او بايد مخنیوی يې وشي.

همدا راز دوی زياته کړې ده چې په افغانستان کې انساني او اقتصادي شرايطو ته رسيدګي د نړيوالې ټولنې قوي او همغږي غبرګون ته اړتيا لري.

دې هيوادونو په افغانستان کې د تارياکو د کښت د پام وړ کمېدو هرکلی کړی دی، خو د صادراتو د دوام او په افغانستان کې د مصنوعي نشيي توکو د توليد په اړه يې اندېښنه ښوولې ده.

دوی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي حضور د دوام او پلانونو ملاتړ کړی دی چې غواړي اغېزناکه، مسووله او ټولشموله حکومتولي ترويج او د معنادارو سولييزو بهيرونو ملاتړ وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه