اطلاعات روز: د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې د «الفت» په نوم یوې خصوصي راډیو داسې مهال تازه فعالیت پېل کړ، چې په دغه ولایت کې د طالبانو له لوري درې خصوصي رسنۍ د یوې حقوقي دعوې له امله تړل شوي دي.
دا راډيو چې د حقيقت غږ په نوم د يوې بلې موجوده خصوصي راډيو د مسوولينو په شخصي پانګونه جوړه شوې، موخه یې د ولس غږ تر مسوولو چارواکو رسول، عامه پوهاوی او په مسلکي برخه کې ځوانانو ته کاري زمینې برابریدل بولي.
د یادې رسنۍ مسوول الهام حقیقت وایي، راډيو به یې په لومړیو کې ۱۴ ساعته خپرونې ولري او د ننګرهار په ډېری ولسواليو کې به واورېدل شي.
ورته مهال د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نور محمد حنیف په رسنیز ډګر کې د یادې راډیو فعالیت پېلول مهم بولي.
نوموړی دغه راز خبر ورکوي چې ډیر ژر به په دې ولایت کې هغه درې رسنیو ته بیرته د فعالیت اجازه ورکړي چې له تیرې یوې اوونۍ راهیسې تړل شوي دي.
هغه زیاتوي دوی د رسنيو ملاتړي دي او ټولو اداراتو ته يې سپارښتنې کړي چې خبريالانو سره د اطلاعاتو شريکولو برخه کې همکاري وکړي.
نوموړی زیاتوي چې دوی اطلاع رسونې او همدا راز د رسنیو د فعاله ساتلو په برخه کې ژمن دي.
بلخوا په ننګرهار کې د سیمه ییزو رسنیو د اتحادې مرستیال شاه محمود شینواری وایي، په دغه ولایت کې د الفت په نوم یوې خصوصي راډیو په داسې مهال تازه فعالیت پيل کړ، چې په دې ولایت کې د دولتي رسنیو ترڅنګ له ۲۲ اف ام راډیوګانو یواځې ۱۵ یې فعاله دي او پاتې نورې یې د اقتصادي او یو شمېر نورو ستونزو له امله تړل شوي دي.
په ختيځ کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د معلوماتو له مخې ننګرهار کې د څلورو ټلويزيونونو په ګډون ۱۵ رسنۍ فعالې دي چې دوه يې دولتي او ۱۳ خصوصي دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې یوه اوونۍ وړاندې د دوو راډيوګانو او يو ټلويزيون نشرات موقتي بند شوي او د طالبانو بیا ځل واکمنېدو وروسته درېو نورو رسنيو د اقتصادي ستونزو له امله نشرات بند کړي چې يو يې ټلويزيون دی.
