اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په شیخ مصري ښار ګوټي کې ناپيژانده کسانو یوه کور ته دوه لاسي بمونه غورځولي چې له امله يې د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي وویل، چې پېښه تېره شپه (دوشنبه، ۱۶ د زمري) د سره رود ولسوالۍ اړوند «شیخ مصري» سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي په یاده سیمه کې ناپېژاندو کسانو د سید افضل په نامه د یوه کس کور ته لاسي بمونه غورځولي چې له امله د نوموړي ۵ کلن زوی او ۷ کلنه لور د چاودنې پرمهال وژل شوي او په خپله سید افضل، میرمن او یو زوی یې ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې دغه کورنۍ له چاسره دښمني نه لري او دوی یې په اړه پلټنې پېل کړې دي.
د دې پېښې لامل نه دی روښانه شوی او نه یې هم مسوولیت چا منلی دی.
د طالبانو د حکومت تر واکمنېدو وروسته دا په ننګرهار کې لومړۍ پېښه ده چې پر یوې کورنۍ برید کېږي.
