اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد منلې ده چې د امريکا په ګډون د بهرنيو هيوادونو يو شمېر وګړي له دې ډلې سره بنديان دي.
نوموړي له طلوع نيوز سره په مرکه کې د نيول شويو کسانو د شمېر له وړاندې کولو پرته ویلي، چې دا کسان د «امنيتي مسايلو» په ګډون د ځينو مسايلو په تړاو نيول شوي دي.
د طالبانو وياند زياته کړې، چې که بهرني وګړي مجرم نه وي، پرېښودل کېږي خو «که مجرم ثابت شول نو حللاره ورته پيدا کوو».
په تازه توګه په قطر کې له طالب پلاوي سره په خبرو کې امريکايي استازو د هغو امريکايي وګړو له قيد او شرط پرته خوشې کېدو غوښتنه کړې وه چې له دې ډلې سره بنديان دي او ويلي يې و چې د دې کسانو نيول «د مثبت تعامل پر وړاندې مهم خنډ دی».
امريکايانو د هغو امريکايي اتباعو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي چې له طالبانو سره په زندان کې دي.
ځيني امريکايي چارواکي طالبان د امريکايي وګړو په يرغمل نيولو تورنوي.
