اطلاعات روز: پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي چې د دغه هیواد له کراچۍ ښار څخه ۲۷۵ کيلومټره لېرې سهارا تمځای ته نږدې د اورګاډي ۱۰ ډبې له پټلۍ اوښتي چې له امله یې لږ تر لږه ۲۲ تنه مسافر مړه شوي او ۵۰ نور ژوبل دي.
ډان نيوز راپور ورکړی چې دا اورګاډی نن (یکشنبه، ۱۵ د زمري) له راولپنډۍ ښار څخه کراچۍ ته روان و، چې سهارا تمځای ته نږدې په «نوابشاه» نومې سیمه کې له پټلۍ اوښتی دی. د پېښې ځای ته ژغورونکې ډلې او پوليس رسېدلي دي.
تر اوسه د پېښي د علت په اړه چارواکو څه نه دي ويلي، خو د لاهور د اورګاډي د ادارې فيډرالي رييس خواجه سعد رفيق رسنيو ته ويلي چې لومړني څېړنې ښيي چې اورګاډی په عادي سرعت روان و. د نوموړي په وينا «دا ښايي يوه تخنيکي ستونزه وي.»
د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې د اورګاډي پېښې غير عادي نه دي، تر دې وړاندې هم داسې پېښو د لسګونو مسافرو ژوند اخيستی او ژوبل کړې يې هم دي.
