د ننګرهار پوهنتون استادانو د حقاني سره په لیدنه کې د نجونو پر زده کړو ټینګار وکړ

انځور: ملي راډیو ټلویزیون

اطلاعات روز: ننګرهار کې د پوهنتون استادانو د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې.

د طالبانو د کورنیو چارو له وزارت څخه نن (یکشنبه، ۱۵ د زمري) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سراج الدین حقاني ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د پوهنتون له استادانو، علماوو او قومي مشرانو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د خصوصي پوهنتونونو په استازولۍ احمد طارق ویلي، افغانان باید مجبور نه شي چې خپلې لوڼې او خویندې پردي چاپیریال ته یوسي او هلته پرې زده کړې وکړي.

هغه دغه راز زیاته کړې د طالبانو حکومت ته په کار ده، چې اوس په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

دغه راز د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست دې ناستې ته په وینا کې ننګرهار د علم او کلتور کور او ادرس بللی او زیاته کړې یې ده چې ستونزې او نیمګړتیاوې شته، خو په خبره یې چې په صبر او حوصله به یې د له منځه تلو په موخه ګډ کار کوي.

په ورته مهال افغان نجونې هم د طالبانو له حکومت غواړي چې د دوی پر مخ دې تړلي ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.

د دوی په خبره که د طالبانو حکومت ورته د زده‌کړو زمینه برابره کړي، وبه کولای شي خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.

له طالب چارواکو دا غوښتنې داسې مهال کیږي، چې له دې څه موده وړاندې په ننګرهار کې دخصوصي پوهنتونونو او انسټیټونو اتحادیې ویلي و، که سږکال د نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه ورنه کړل شي نو د دوی تحصلي مرکزونه به د سقوط له ګواښ سره مخ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه