اطلاعات روز: کونړ کې ځایي طالب چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې ورښتونو او راوتلو سیلابونو د درې کسانو د مرګ ژوبلې ترڅنګ خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
کونړ کې طبیعي پېښو ته د رسېدو لپاره طالبانو رییس ثابت الله وایي، دغه سیلابونه تېره شپه (جمعه، ١٣ د زمري) د کونړ په مرکز اسعد آباد، سرکاڼو، خاص کونړ، نورګل، وټه پور، شیګل او غازي آباد ولسوالیو کې راغلي دي.
ثابت الله زیاتوي، د دغو سیلابونو له امله یو نفر مړ او دوه ژوبل شوي، خو هغه دا نه ده په ډاګه کړې چې مړه او زخمیان د کونړ له کومو سیمو دي.
نوموړی دغه راز وایي، چې د ورښتونو او سیلابونو له امله د استوګنې ٨٣ کورونه، سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې، ٣٦ کېلو مټره فرعي سړکونه، د اوبو ٢٧ سربندونه، ٥ برېښنایي ژرندې او شاوخوا ٦٠٠ متره د اوبو رسولو شبکې زیانمنې شوې دي.
شاوخوا درې اوونۍ وړاندې هم د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د ورښتونو او سیلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه کسان مړه او ټپیان شوي وو.
