اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت جلال اباد ښار کې ناپېژنده وسله والو د «ځلاند» په نوم د یو خصوصي ښوونځي مدیر وژلی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (پنجشنبه، ۱۶ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره شپه ناپيژنده وسله والو د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې سیمه کې د ځلاند خصوصي ښوونځي مدیر «صدیق» وژلی دی.
هغه وایي، د پېښې عاملین له سیمې په تیښته بریالي شوي خو پولیس یې د نیولو هڅه کوي. خوږیاڼی زیاتوي: «تېره شپه په شپږمه ناحیه کې ناڅرګنده وسله والو د ځلاند په نوم د خصوصي ښوونځي مدیر وژلی او عاملین یې تښتیدلي دي.»
د ننګرهار د پوهنې ریاست هم یاده پېښه تایید کړې. تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
