اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایې سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت بهسودو ولسوالۍ کې يو ۱۶ کلن هلک د کانال اوبو کې د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړی دی.
د سیمې یو اوسیدونکی نبي الله وایي، چې دا پېښه تېره ورځ (جمعه، ۱۳ د زمري) د بهسودو ولسوالۍ اړوند «لسمې ويالې» سيمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړی په خبره یاد هلک د کانال په نهر کې د لمبلو پرمهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
هغه زیاتوي مړ شوی هلک د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او جسد يې تر اوسه د ننګرهار په حوزوي روغتون کې ایښی دی.
ننګرهار کې د ګرمۍ په زیاتیدو سره دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې ډیر کله یې قربانیان ځوانان او ماشومان وي.
بلخوا تازه د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د هوا د بېسارې تودېدو خبرداری ورکړی او له کورنیو څخه یې غوښتي چې له تودوخې څخه د خلاصون لپاره یو لړ سپارښتنې عملي کړي.
