د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت: په بلوچستان کې د تېري مياشتې د بريد درې بريدګر افغانان و

DAWN

اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د دې هيواد د بلوچستان ايالت په «ږوب» سيمه کې د تېري مياشتې د بريد درې بريدګر د افغانستان د کندهار ولايت و.

ډان ورځپاڼې نن (پنجشنبه، ۱۲ د زمري) د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د وياندې په وينا ليکلي دي چې په اسلام اباد کې د طالبانو له سفارت څخه غوښتل شوي دي چې د دې «تروريستانو» مړي دي تر لاسه کړي.

د جولای مياشتې پر دوولسمه د بلوچستان ايالت په «ږوب» سيمه کې وسلوالو بريدګرو د پاکستان د امنيتي ځواکونو د پلټنې پر يوه پوسته بريد وکړ.

په دې جګړه کې نهه پاکستاني امنيتي ځواکونه او پنځه بريدګر ووژل شول. اوس د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې په دې بريدګرو کې درې تنه يې د افغانستان د کندهار ولايت وګړي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور پر اساس د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت «په پاکستان کې په تروريستي فعاليتونو کې د افغان وګړو د ښکېلتيا دوام او د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې کارول اندېښمنوونکي بللي او غندلي يې دي».

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن په ټويټر کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پاکستاني چارواکو ادعا «بې بنسټه» ګڼلې ده او رد کړې يې ده.

د طالبانو وياند ويلي دي چې دا ډله «هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هيواد پر خلاف استفاده وکړي».

ښاغلي مجاهد له پاکستاني چارواکو غوښتي دي چې خپلې امنيتي اندېښنې دي په مستقيمه توګه له طالبانو سره شريکې کړي، «نه دا چې په رسنيو کې بې ځايه ادعاوې وکړي او عامه ذهنيت مغشوش کړي».

ده ويلي دي چې دا ادعاوې د دواړو هيوادونو د ملتونو په ګټه نه دي.

په پاکستان کې تر وروستيو وسلوالو بريدونو وروسته، د دې هيواد چارواکو په پراخه توګه پر طالبانو انتقاد کړی دی او له دې ډلې يې غوښتي دي چې د تروريستانو له لوري د افغانستان د خاورې د نه استفادې ژمنه دي عملي کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه