اطلاعات روز: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د افغانستان او قزاقستان خصوصي سکتور د څه باندې سل ميليونه ډالرو په ارزښت یو شمیر سوداګريز تړونونه لاسليک کړي دي.
دې وزارت نن (پنج شنبه، ۱۲ د زمري) اعلان کړی، چې دا تړونونه د دواړو هيوادونو د خصوصي سکتورونو تر منځ د دوه اړخیزو غونډو وروسته لاسليک شوي دي.
له دې سره هممهاله د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي هم د يوه پلاوي په مشرۍ قزاقستان ته په سفر تللی دی.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د طالبانو او قزاقستاني پلاوي تر منځ په دوه اړخیزه ناسته کې چې د دې هيواد د لومړي وزير مرستيال سریک ژومانګارین او د سوداګرۍ او ادغام وزير يې مشري کوله، د دواړو هيوادونو تر منځ د تجارت د کچې پر زياتېدو او پانګونې بحث شوی دی.
