اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې نن (پنج شنبه، ۱۲ زمري) سهار ۸:۰۰ بجې د دغه ولایت تورخم دروازه کې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ ټيلر موټر لاندې کړې او خپل ژوند یې بایللی دی.
د تورخم لپاره د طالبانو د کمیسارۍ مرستیال نصرت الله اخندزاده وایي، چې یاده ماشومه صادقه نومیده او د سپین غر ولسوالۍ اړوند «مامند»سیمې اوسیدونکې وه.
د هغه په خبره یادې نجلۍ پاکستان لوري ته سامان «ګنډې» اړولې، چې د یو بار وړونکي ټیلر موټر د ټيرو لاندې راغلې او مړه شوې ده.
تورخم کې اوسمهال ګڼ شمیر کم عمره ماشومان په درنو کارونو بوخت دي، چې ډیر کله یې د دا ډول پېښو ښکار کیږي.
تورخم کې د طالبانو د حکومت په راتګ سره د دا ډول کم عمره ماشومانو شمیر زیات شوی، چې لامل یې د کورنیو بد اقتصادي وضعیت ښودل شوی دی.
