طالبانو د غزني په ناور کې د يوه کوچي سړي په غوښتنه ۱۷ تنه بنديان کړي

اطلاعات روز: د غزني په ناور ولسوالۍ کې سرچينې وايي، چې طالبانو د دې ولسوالۍ ۱۷ تنه اوسېدونکي د يوه کوچي سړي په غوښتنه نيولي او بنديان کړي دي.

د دې سرچينو په وينا، نيول شوي کسان د ناور د جوشان، سبزناله او واغ کليو اوسېدونکي دي او د چنګاښ له ۲۸مې نیټې راهيسې د طالبانو په بند کې دي. د سرچينو د ادعا له مخې، نیول شوي کسان د طالبانو له لوري شکنجه کېږي هم.

يوې سرچينې زياته کړه، چې له نيول شويو کسانو څخه دوه تنه چې يو يې ناروغ دی، په ضمانت د پنځو ورځو لپاره ازاد شوي او ۱۵ نور کسان اوس هم بنديان دي.

د ناور د اوسېدونکو د نيولو دليل څه دی؟

د سرچينو په وينا، طالبانو د ناور ولسوالۍ اوسېدونکي د «نيازي» په نوم د يوه کوچي په غوښتنه نيولي دي.

سرچينې وايي، چې دا کوچی ادعا کوي چې د ۱۳۹۳ لمريز کال پر مهال يې د ناور او اجرستان ولسواليو پر پوله ۲۲۰ پسونه ورک شوي او دوه شپانه يې هم وژل شوي دي.

د سرچينو په وينا، دې کوچي د ناور د اوسېدونکو پر خلاف شکايت کړی او د تاوان غوښتنه يې کړې ده.

يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي، اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي، چې دې کوچي په تېر حکومت او د طالبانو د حکومت په لومړيو کې مشخص کسان د خپلو څارويو په غلا تورنول خو اوس يې د څو کليو اوسېدونکي تورن کړي دي.

د سرچينې په وينا، کوچی وايي، چې غله د تاوان ورکولو وس نه لري، نو بايد پيسې يې عام خلک ورکړي. تر اوسه د تاوان او ديت پر سر د غوښتل کېدونکو پيسو کچه معلومه نه ده، خو د سرچينې په وينا تر دې وړاندې کوچيانو په بهايي او قوريه کليو کې د يوه کس ديت سل لکه افغانۍ (۱۰ ميليونه) اخيستی دی. سرچينې زياته کړې چې دې نرخ ته په پام، ښايي کوچی د ۴۰۰ لکو افغانيو (۴۰ ميليون) غوښتنه وکړي.

دې سرچينې وويل: «ټول هدف دادی لکه څرنګه چې په خپله نيازی کوچی وايي، چې دومره زياتې پيسې د يو څو غلو تر وس تېره خبره ده، نو بايد پيسې د سيمې له خلکو راټولې شي او وروسته به د غلو قضيې ته په فردي توګه رسيدګي کېږي.»

سرچينه ادعا کوي، چې په منځ کې د زياتو پيسو له وجې، د طالبانو د ځايي مسوولينو ټينګار هم پر دې دی چې قضيه دې په «اصلاحي» توګه فيصله شي او قضا ته دې نه وړل کېږي.

د سرچينې په وينا، خلکو بيا – بيا د طالبانو د محکمې په وسيله د موضوع د ارزونې غوښتنه کړې او د تورنو افرادو نوملړ يې هم شريک کړی دی، خو په ناور کې د طالبانو ولسوال نه ده منلې.

دا سرچينه زياتوي: «خلکو بيا – بيا د محکمې غوښتنه کړې ده او د غلو نوملړ يې تېر کال د ناور ولسوالۍ مقام ته وړی و؛ خو ولسوال نه ده منلې او ويلي يې دي چې غله اوس کډه شوي دي، زه يې چيرته پيدا کړم.»

سرچينه زياتوي، چې «کوچی او د طالبانو مسوولين له دې  وجې چې د فيصلې د کولو لپاره شواهد او اسناد نه لري چې له خلکو پيسې واخلي، هڅه کوي چې په غير قانوني توګه او د وېري او وحشت په کولو، وهلو او ټکولو د ناور ولسوالۍ اوسېدونکي د اصلاحي فيصلې منلو ته اړ کړي.»

سرچينه وايي، چې تېر کال هم طالبانو د جوشان، سبزناله او واغ کليو اوسېدونکي نيولي و او کله چې خلکو موضوع د طالبانو د قومونو او قبايلو چارو وزارت ته ورسوله، نو نيول شوي افراد تر دوې مياشتې بند وروسته ازاد کړل شول.

د سرچينې په وينا، تر دوو ناستو وروسته قضيه حل نه شوه او د طالبانو د قومونو او قبايلو چارو وزارت وويل، چې فيصله به په لازم وخت کې اعلان شي.

سرچينې وويل، چې د طالبانو د قومونو او قبايلو چارو د وزارت د ارزونې پايلې نه دي اعلان شوي او د دې ډلې مسوولينو د چنګاښ پر ۲۸مه يو ځل بيا د جوشان، سبزناله او واغ کليو اوسېدونکي نيولي او بنديان کړي دي.

د سرچينې په وينا، د ناور ولسوالۍ اوسېدونکو سږکال هم د طالبانو قومونو او قبايلو چارو وزارت ته ولاړل خو دې وزارت د ناور د اوسېدونکو د نيول کېدو په اړه بې خبري ښودلې ده.

سرچينې زياته کړې، چې د ناور اوسېدونکو د نيول شويو کسانو د ازادېدو لپاره په غزني کې د طالبانو له محکمې مکتوب اخيستی دی، خو څوک «په ناور ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال ته د مکتوب د انتقال جرأت نه لري، ځکه تېر کال د طالبانو دې چارواکي همداسې يو مکتوب پرې کړی او راوړونکی يې زنداني کړی و».

سرچينې وويل: «د کلي په خلکو کې هيڅوک جرأت نه کوي چې ولسوالۍ ته ولاړ شي ځکه هر ځل چې تللي، هغه که د کلي استازي وي، يا ملا امام او يا سپين ږيري، ټول يې زنداني کړي دي.»

د سرچينو په وينا، د کليو اوسېدونکو ان د بشري مرستو د اخيستو لپاره هم تيار نه دي چې د ناور ولسوالۍ مرکز ته ولاړ شي.

د دوو وروستيو کلونو پر مهال دا په غزني او نورو ولايتونو کې د اصلي خلکو پر ضد د کوچيانو له لسګونو دعوو څخه يوه ده.

اطلاعات روز ورځپاڼې په تازه توګه د کوچيانو يو لړ دعوې په يوه څېړنيز راپور کې مستندې کړې دي. د دې دعوو مهمه برخه د وينې د پور غوښتنه او د ځمکې د ملکيت پر سر دعوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه