اطلاعات روز: نورستان کې ځایي اوسېدونکي وایي، چې د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د ځنګله پر سر د دوو قومونو ترمنځ نښته کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د سیمې اوسېدونکي اسد الله وویل، چې دغه نښته د نورګرام ولسوالۍ په شام دره کې د «باغ ترنګ» او «چاهل» قومونو ترمنځ د ځنګل پر سر د ادعاوو له کبله رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي چې یادو قومونو د تېرې یکشنبې په ورځ (۸ د زمري) نښته کړې چې په ترڅ کې یې د «چاهل» قوم څخه یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
نورستان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سمیع الحق حق بیان د یادې پېښې پخلی کوي او زیاتوي، چې د یادې نښتې عاملین د ځایي طالب سرتېرو له لوري نیول شوي او اوس مهال په سیمه کې وضعیت آرام دی.
ځایي سرچینې وایي، تر دې وړاندې هم د نورګرام ولسوالۍ ځایي خلکو ترمنځ د ځنګله پر سر نښتې شوي، چې ګڼ کسان پکې مړه او ژوبل شوي دي.
