اطلاعات روز: یوه اوونۍ وړاندې د کونړ ولایت د مرکز سربېره په وټه پور، ماڼوګي، چپې درې، غازي آباد، سرکاڼو، آسمار او یو شمېر نورو ولسوالیو کې سخت ورښتونو او سیلابونه راغلل، چې ځايي خلکو ته یې درانه مالي زیانونه واړول.
د تېرې اوونۍ د ورښتونو او سیلابونو له امله د کونړ په مرکز اسعد آباد، وټه پور او یو شمېر نورو سیمو کې شاوخوا ۱۱۰ استوګنیز کورونه، سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې، سړکونه، د اوبو کانالونه، ښوونځي، د چرګانو فارمونه او جوماتونه ویجاړ شوي وو.
سیلاب ځپلي وايي، د یوې اوونۍ په تېرېدو یې لا هم د طالبانو حکومت او مرستندویه بنسټونو پوښتنه نه ده کړې.
د کونړ د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی سید جلال وايي، سیلاب ترې د کور احاطوي دېوال غورځولی او د استوګنې پنځه خونې یې تخریب شوي، چې د اوسېدو وړ نه دي او په خبره یې اقتصاد یې تر دې کچې کمزوری دی، چې بېرته د رغولو توان نه لري.
نوموړي وویل: «پنځوس شپېته ګزه دیوال دا یې رانه غورځولی، پنځه کوټې دي پینځه واړه د لوېدو په حالت کې دي، ستنې مو ورکړي دي، وس مو نه کېږي، چې ورانې یې کړو او بېرته یې آبادې کړو.»
سید جلال وايي، د شپې ناوخته ورښتونو او سیلابونو په مخه کړل او په همغه شېبه یې پر کلیوالیو او د طالبانو پر سیمه ییزو چارواکو غږ کړی، خو نیوکه کوي، چې له همغې شېبې راهیسې ورسره یوې ادارې هم هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.
د وټه پور ولسوالۍ قومي سپین ږیری ګل امین وايي، سیلابونو د دغې ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ولسي خلکو استوګنیز کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې کړي او کافي مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه، چې د سیلابونو له راوتلو سره سم یې د رسنیو له لارې طالب چارواکو او مرستندویه بنسټونو ته خپل غږ او فریاد رسولی، خو نیوکه کوي، چې تر اوسه هېچا د سیلاب ځپلو لاسنیوی نه دی کړی.
قومي سپین ږیري ګل امین وویل: «زمونږ ځمکې سیند ېوړې، سیلابونو وېوړې، زمونږ غږ چا وانه ورېده، هېچا مونږ سره تر اوسه پورې کومک نه دی کړی، حتی ځمکې خو څه کوې، چې زمونږ کورونه هم سیلابونو وړي او بارانونو وران کړي، خو کومک تر اوسه پورې نه دی شوی.»
بل لور ته کونړ کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي مني، چې د سیلابونو له امله ځايي ولسي خلکو ته درانه مالي زیانونه رسېدلي دي.
په دغه ولایت کې طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو ریاست د زیانونو د ارزونې آمر احسان الله احسان وايي، د سیلاب ځپلو ستونزې او مالي زیانونه یې له اړوندو مرستندویه بنسټونو سره شریک کړي او هېله مند دی، چې نږدې راتلوونکې کې به ورسره تر یو بریده مرستې وشي.
زیانمن شوي د طالبانو پر حکومت او اړوندو نړیوالو مرستندویه ادارو غږ کوي، چې دوی سره دې د پام وړ مرستې وکړي، ترڅو یې ستونزې را کمې او بېرته خپل عادي ژوند ته ستانه شي.
