د ننګرهار فرهنګیان د تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي غوښتنه کوي

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د ننګرهار فرهنګي فعالان شکایت کوي چې نه یوازې د دغه ولایت په یو شمیر سیمو کې د تاریخي اثارو د موندنې خپل سرې کیندنې روانې دي، بلکې د طالبانو د حکومت راتګ سره له دغه ولایت ګڼ شمیر تاریخي اثار د تورخم او ځینو نورو لارو پاکستان ته قاچاق شوي دي.

فرهنګي فعال عبدالله ودان وایي، زیاتره تاریخي اثار په ډیر مهارت سره د مختلفو لارو پاکستان ته قاچاق شوي او ډیری یې د پېښور په موزیم کې دي.

نوموړی د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي او وایي، څه ډول چې لازمه ده د تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوي په برخه کې رغنده اقدامات نه دي ترسره شوي.

ودان زیاتوي: «د ننګرهار په کامې، ګوشتې، کوز کونړ، مومندرې او نورو هغه ولسوالیو کې چې د تاریخي اثارو له مخې غني ولسوالۍ شمیرل کیږي، زیاتره تاریخي اثار خلک په خپلسري ډول راباسي او بیا یې پاکستان ته قاچاق کوي.»

یو بل فرهنګي فعال امین الله هم د هیواد تاریخي اثارو قاچاق اندیښمن کړی او د دغه ولایت په تورخم بندر کې ځایي طالب چارواکي تورنوي، چې ګوندې د تاریخي اثارو د قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلي.

نوموړی د طالبانو له حکومت د تاریخي اثارو د قاچاق او کیندنې پر مخنیوي له ټنیګار سربیره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غوښتنه کوي، چې د یونسکو او نورو نړیوالو سازمانو په مرسته دې له بهرنیو موزیمونو خپل اثار راټول کړي.

 امین الله زیاته کړه:«ننګرهار کې په زیاتره سیمو کې د طالبان له حکومت را وروسته د تاریخي اثارو قاچاق او کیندنې زیاتې شوي او لامل یې دادی، چې خلک بې روزګاره شوي دي.»

بلخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست طالب چارواکي وایي، چې د جلال اباد ښار سراج العمارت تاريخي ودانې کې د ختيځ په کچه موزيم جوړوي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رثیس قاري نورمحمد حنیف وایي، یاد موزیم به د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو په کچه وي چې پکې به د هيواد دبېلابېلو تاريخي دورو اثار نندارې ته کېښودل شي.

نوموړی دغه راز په دغه ولایت کې د تاریخي اثارو د قاچاق او خپلسرو کیندنو د مخنیوي خبر ورکوي او وایي، په دې وروستیو کې یې د تورخم له لارې پاکستان ته د ګڼ شمیر تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی کړی او دغه راز یې په تور ګڼ شمیر کسان هم نیول شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې د یوې سروې له مخې ۱۲۲ تاریخي ځایونه تثبیت کړي چې له دوی سره یې له ډلې یوازې ۲۲ ثبت شوي دي.

بلخوا د ملي موزیم طالب مسوولینو ويلي، چې د امنيتي ځواکونو په همکارۍ یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې څه باندې ٥٠٠ لرغوني آثار له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه او ملي موزيم ته لېږدول شوي دي.

فرهنګیان وایي، د ختیځ له نورو ولایتونو سربیره ننګرهار یو له هغه ولایتونو څخه دی چې له تاریخي ابدو ترڅنګ پکې په زیات شمیر تاریخي اثارهم شتون لري، خو په تیرو کلونو کې یې نه یوازې د رغیدو لپاره کار شوی بلکې زیات یې اوسمهال د تخریب له ګواښ سره  مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه