ننګرهار کې دیني عالمان؛ دوحه کې د سولې خبرې دې ګړندۍ او هر څه ژر دې اوربند وشي

د ختیځ زون دیني عالمان هېواد کې روان جنګ افغان وژنه یادوي او قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو له مرکچیانو غواړي، چې هر څه ژر اوربند وکړي.

نن (پنجشنبه، ۱۵ لړم) د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې لسګونه دیني عالمانو او د مدرسو زده کوونکو د سولې له روانو خبرو ملاتړ کړی، خو په ورته مهال یې له دواړو غاړو غوښتي، چې پیل کړي مذاکرات دې ګړندي او هوکړې ته د رسیدو په خاطر دې اوربند وکړي.

د غونډې یو ګډونوال مولوي ضیاالرحمن یار اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د جګړې دوام نور ولس ته د زغم نه دی او ښکېل غاړې باید د سولې بین الافغاني خبرې اترې ګړندي کړي او مثبتې پایلې ته د رسېدو لپاره دې ګامونه واخلي. هغه د خبرو په جریان کې اوربند هم مهم وباله او ويې ویل د سولې له پیل کړو خبرو سره پوره مرسته کولی شي. هغه زیاته کړه: «له دواړو خواوو غواړو، چې اوربند وکړي او روانه جګړه ودروي ځکه ټول په کې بې ګناه خلک وژل کیږي.»

یو بل تن دیني عالم سید ولي الله له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې په تعلیمي مرکزونو وسله وال بریدونه هم وغندل او دا چاره یې اسلام سره په ټکر کې وبلله. نوموړی وایي، سوله دې وشي تر څو خلک وکولی شي په ډاډه زړه زده کړې وکړي. هغه زیاته کړه: «هیڅوک حق نه لري، چې تعلیمي مرکزونه په نښه کړي. دا کار مونږ غندو هیله مو دا ده، چې اوربند وشي.»

نږدې دوه میاشتې کیږي، چې په دوحه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې اترې پيل شوي، خو اندېښنې دا دي، چې لا هم دغه خبرې له ستونزو سره مخ دي.

تر دې وړاندې د ختيځ سربیره په نورو ولایتونو هم خلکو په دا څېر لویو غونډو کې د سولې پروسې د ګړندیتوب غوښتنه کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه