اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې د مولانا فضل الرحمان د ګوند په غونډه کې چاودنه غندلې ده او دا يې نه توجيه کېدونکی جنايت بللی دی.
دا چاودنه نن (يکشنبه، ۸ د زمري) تر غرمې وروسته په باجوړ ولسوالۍ کې وشوه.
د پاکستان د جيونيوز رسنۍ په وينا، په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۳۵ تنه وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان دي. د مرګژوبلې ارقام مخ پر زياتېدو دي.
د طالبانو وياند په يوه ټويټ کې د قربانيانو له کورنۍ سره غم شريکي کړې ده او ليکلي يې دي چې «دا ډول جنايات په هيڅ ډول هم د توجيه وړ نه دي».
تر اوسه لا هم معلومه نه ده چې د دې بريد تر شا څوک او کومه ډله وه.
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د دې پېښې د ارزونې او د عاملينو د پېژندلو امر کړی دی.
