اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرايمو سره د مبارزې دفتر اعلان کړی، چې په نړۍ کې د انساني قاچاق ۳۵ سلنه قربانيان ماشومان دي.
دې بنسټ نن (يکشنبه، ۸ د زمري) «له انساني قاچاق سره د مبارزې د نړيوالې ورځې» په مناسبت په يوه ټويټ کې ويلي، چې انساني قاچاقبران له ماشومانو خپل ماشومتوب تښتوي.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرايمو سره د مبارزې دفترونو ويلي، چې د قانون د پلي کولو او ټولنيزو خدماتو تر منځ بايد همکاري زياته کړو تر څو دا ماشومان وپېژنو، مرسته ورسره وکړو او ويې ساتو.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرايمو سره د مبارزې د دفتر اجرايوي مديرې غاده ولي په دې مناسبت په يوه خپره کړې ويډيو کې ويلي، چې د انساني قاچاق ميليونونو قربانيانو ته پاملرنه نه کېږي.
دې زياته کړې، چې انساني قاچاق يو داسې جنايت دی چې نه يوازې په پټه بلکې په بشپړو څرګندو ځايونو کې هم په مخفي توګه کېدلای شي.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرايمو سره د مبارزې د دفتر اجرايوي رييس د انساني قاچاق ټولو قربانيانو ته د رسيدګۍ او د دې قاچاق د ختمولو غوښتنه کړې ده.
ملګرو ملتونو د جولای ۳۰مه «له انساني قاچاق سره د مبارزې لپاره د نړيوالې ورځې» په توګه ټاکلې، تر څو په دې اړه د ټولنې پوهاوی زيات شي او د مخنيوي لپاره يې اقدامات وشي.
