مقاومت شورا: په قطر کې د طالبانو او امريکایي استازو ترمنځ د خبرو موخې څرګندې نه دي

اطلاعات روز: په بهر کې مېشته د طالبانو مخالفه سیاسي ډله چې «د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» نومول شوې، په قطر کې له طالبانو سره د امريکايي استازو د ليدنې په درشل کې ويلي، چې دا خبرې مبهمې دي، که څه هم د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو پر نه رسميت پېژندنې ټينګار کړی دی.

دې شورا تېره شپه (شنبه، ۷ د زمري) په خپله خپره کړې اعلاميه کې له طالبانو سره د امريکا خبرې – اترې يو اړخيزې او نيمګړې ګڼلي او ويلي يې دي چې داسې خبرې – اترې طالبان په خپلو بشر ضد دريځونو کې نور هم ټينګوي.

د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا زياته کړې، چې د افغانستان د کړکېچ د حل په لار کې د هر ډول خبرو او مذاکرې ملاتړ کوي؛ خو باور يې دادی چې دا خبرې بايد هر اړخيزې وي او د افغانستان په قضیه کې ښکېل ټول اړخونه بايد پکې شامل وي.

د دې شورا په اعلاميه کې راغلي: «موږ همدا راز باور لرو چې تر دې مهاله له طالبانو سره تعامل هيڅ مثبته پايله نه ده ورکړې او نه به يې ولري او نه بايد له دې ډلې سره د تعامل په پلمه د دوی د نامشروع تسلط د رسميت پېژندنې لپاره لابي او زمينه سازي وشي.»

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې د رييس مايکل مک کال د هغه ليک هرکلی کړی چې له طالبانو سره خبرې يې دې ډلې ته مشروعيت ورکول ګڼلي و.

د دې شورا په اعلاميه کې راغلي، چې «له طالبانو سره هر ډول خبرې او تعامل که په هره پلمه او هره موخه وي، دا ډله په خپلو انساني ضد او بشر ضد دريځونو کې نوره هم زړوره کوي او هيڅکله به هم د دوی په چلند او د افغانستان په وضعيت کې مثبت بدلونونه رانولي».

د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا ویلي: «اوس مهال د امريکا متحده ايالاتو حکومت دوه انتخابه لري، بشري حقونو، د ښځو حقونو، ډيموکراسۍ او د افغانستان د خلکو مشروعو غوښتنو ته درناوی او يا هم له تروريزم سره تعامل او د هغه نه زغمل کېدونکې پايلې.»

ټاکل شوې چې د امريکا استازي د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت سرپرست امير خان متقي په مشرۍ د دې ډلې له يوه پلاوي سره په قطر کې وويني. متقي پرون د دې ليدنې لپاره له کابل څخه دوحې ته روان شو.

طالبان وايي، چې د دوی لپاره په دې مذاکراتو کې د تحريمونو او تور ليست حذفول، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادول او د افغانستان د هوايي حريم د نقض بحث لومړيتوب لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي، چې د دې هيواد استازي به په دوحه کې د طالبانو د استازو له يوه پلاوي او «د افغانستان د کليدي وزارتونو له متخصصينو سره وويني تر څو په افغانستان کې د مهمو ګټو په اړه خبرې وکړي».

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې د افغانستان د خلکو بشري ملاتړ، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره «عادلانه او شرافتمندانه» چلند، امنيتي مسايل او د نشه يي توک له قاچاق او توليد سره مبارزه به د امريکا او طالبانو تر منځ د بحث موضوعات وي.

همدا راز دې وزارت ټينګار کړی چې له طالبانو سره د امريکا د استازو لیدنه د دې ډلې د رسميت پېژندنې په معنا نه ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه