د کونړ د وټه پور ولسوالۍ خلک کافي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: د کونړ د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي، چې د دې ولسوالۍ په لېرې پرتو سیمو کې روغتیایي کلینیکونه شتون نه لري چې له امله یې ځایي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکی حکمت الله له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د تېر حکومت او د طالبانو اوسني رژیم د وټه پور ولسوالۍ په مرکزي سیمو کې د روغتیا په برخه کې تر یوې کچې کار کړی، خو په هغه کچه نه، چې د خلکو ستونزې حل کړي.

حکمت الله وویل: « په ډېرو لېرې پرتو سیمو کې مونږ هېڅ روغتیايي خدمات نه لرو، اوس هم ډېر زیات مشکلات دي، په کلینیکونو کې دوایي نشته او دولت یو څه رسیده ګي کړې، خو په هغه اندازه باندې، چې څومره مناسب ده هغومره رسیده ګي نه ده شوې او په ډېرو لېرې پرتو سیمو کې هېڅ رسیده ګي نه ده شوې او هغې ته باید جدي پاملرنه وشي.»

جمال شاه چې د وټه پور ولسوالۍ له سپرې سیمې د دغې ولسوالۍ مرکزي روغتیايي مرکز ته د درملنې په موخه راغلی په روغتیايي مرکز کې د درملو له نشتوالي شکایت کوي.

نوموړی وايي، روغتیايي مرکزونو ته په ورتګ یې مسوول ډاکټران خصوصي درملتونونو ته معرفي کوي، چې په وینا یې په خصوصي هغو کې د درملو اخېستل د دوی له وسې پورته دي او باید په دې برخه کې یې ستونزو ته رسېدګي وشي.

جمال شاه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په مرکه  کې وویل: « دوايي نشته، دلته چې څه شی وي را یې کړي، که نه وي بیا مونږ بېرته ځو، پرچه یې راته راکړې وي، چې دا دواخانه کې واخله، دا نشته مونږ سره، مشکل مونږ ته زیات د دوايي نه دی، دوايي نشته.»

امین چې د وټه پور ولسوالۍ د څپرې له لېرې پرتې سیمې د دې ولسوالۍ مرکزي روغتیايي مرکز ته راغلی تور پورې کوي، چې د روغتیايي مرکزونو مسوولین هغو ناروغانو ته د درملو په ورکړه کې لومړیتوب ورکوي، چې دوی ته نږدې کسان او ورسره اړیکې ولري.

هغه غوښتنه کوي، چې د روغتیايي مرکزونو مسوولین دې ټولو ناروغانو ته یو ډول رسېدنه وکړي.

نوموړي وویل: « واسطې پکې ډېرې دي، ډایرېکټ ورشي دواخانې له بس دوا ورکړي ورته او غریب دې کرارې چغې وهي، غوښتنه مو داده، چې په دې خلکو زور راوړي، چې غریبانو ته دوایانې ورکړي.»

مونږ هڅه وکړه، چې د وټه پور ولسوالۍ د ځايي خلکو د روغتیايي ستونزو په تړاو کونړ کې د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو د رییس قاري مظفر خان مخلص نظر هم له ځانه سره ولرو، خو هغه له اوږده انتظار سره سره بیا هم زموږ پوښتنې ته ځواب رانکړ.

د وټه پور ولسوالۍ خلک له طالبانو او نړۍ والو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي، چې د دغې ولسوالۍ په لېرې پرتو سیمو کې دې د نویو روغتیايي مرکزونه جوړ کړي او هم دې په شته روغتیايي مرکزونو کې د درملو او نورو اړینو طبي توکو د کمښت ستونزې حل کړي.

وټه پور د کونړ ولایت مرکز اسعد آباد ته نږدې پرته او ګڼ نفوسه ولسوالي ده، چې ډېری وګړي یې د غرونو په لمنو کې ژوند کوي او نیوکې دادي، چې تېر ړنګ شوي جمهوري حکومت او د طالبانو اوسني رژیم له خپله پامه ویستلې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه