اطلاعات روز: د «سيويکوس» په نوم د مدني ټولنې نړيوال اتحاد وايي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان مدني ټولنه له بشپړې چوپتيا سره مخ ده.
دا سازمان چې له مدني شبکو او سازمانونو جوړ دی، نن (پنجشنبه، ۵ د زمري) د يوه راپور په خپرولو سره د افغانستان مدني فضا «تړلې» ارزولې چې په نوملړ کې تر ټولو ټيټه درجه ده.
سيويکوس ويلي دي چې د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسي، د افغانستان پر مدني ټولنې د پراخو بنديزونو راپورونه خپاره شوي دي.
د دې بنسټ په وينا، فعالان په خپلسرې توګه پر طالبانو د نيوکې له وجې نيول شوي، ځورول شوي او ان وژل شوي دي. دې بنسټ د بشري حقونو د مدافعو ښځو تښتول کېدو او د خبريالانو نيولو ته هم اشاره کړې ده.
د مدني ټولنې نړيوال اتحاد زياته کړې ده چې طالبان پر حقونو او اساسي ازاديو هره مياشت زياتېدونکي محدوديتونه لګوي.
د دې بنسټ په وينا، د افغانستان په داخل کې مدني ټولنه د وهلو او ټکولو په ګواښ سره چوپه کړای شوې ده. همدا راز کوم کسان چې له هيواده تښتېدلي دي، کورنۍ يې له ځور او کړاو سره مخ دي.
د مدني ټولنې نړیوال اتحاد زياته کړې ده د مدني فضا ځپل کېدل د بشري حقونو د نقض څارنه او مستند کول له ننګونې سره مخ کوي.
طالبان د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو په پراخ نقض تورن دي.
دې ډلې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ تر دويم ځل واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو د حقونو او ازاديو پر خلاف تر ۵۰ زيات فرمانونه ورکړي دي. اوس مهال د افغانستان ښځې او نجونې له کار، زده کړو او ازاد تګ – راتګ څخه بې برخې دي.
طالبانو پر ښځو د وروستيو بنديزونو په لړ کې ښځينه سينګارتونونه تړلي او له کبله يې په زرګونو ښځې بېکاره شوې دي.
