اطلاعات روز: د ژغورنې نړيواله کمېټه (آی آر سي) وايي، چې په کابل، ميدان وردګ او لوګر ولايتونو کې تر يو زر او ۲۰۰ زياتې کورنۍ د سيلابونو له کبله بې ځايه شوې دي.
دې کميټې پرون (چهارشنبه، ۴ د زمري) د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې په وروستيو سيلابونو کې تر ۶۰۰ زيات کورونه هم زيانمن شوي دي.
همدا راز طبيعي پېښو ته د رسيدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت له شمېرو سره سم، د وروستۍ يوې اونۍ پر مهال د هيواد په ۱۱ ولايتونو کې د سيلابونو د راوتو له کبله ۴۷ تنه مړه شوي او ۵۷ نور ژوبل شوي دي.
د ژغورنې نړيوالې کميټې په خپل راپور کې زياته کړې، چې اقليمي بدلونونه په افغانستان کې د يوه جدي ګواښ په توګه راڅرګند شوي او د ميدان وردګ او لوګر په څېر ولايتونه يې اغېزمن کړي دي.
د ژغورنې د کميټې سيمهييز مدير محمد رياس ويلي، چې د ميدان وردګ او لوګر ولايتونو اوسېدونکي له ويجاړوونکو سيلابونو سره مخ دي او په راتلونکو ورځو کې هم د زيات باران اټکل شوی دی.
د ده په وينا، د ژغورنې کميټې د بېړني غبرګون ډلې په لوګر او کابل کې له سيلاب ځپلو سره د مرستې او اړينو مرستو په ځانګړې توګه روغتيايي خدماتو لپاره په کار اخته دي.
د ژغورنې کميټې ويلي، چې په راتلونکو ورځو کې به سيلاب ځپلو ته نغدي مرستې هم ووېشل شي.
دې کميټې له دولتونو، نړيوالو سازمانونو او په ټوله نړۍ کې له افرادو غوښتي چې اقليمي بدلونونو ته د رسيدګۍ او له ځپل شويو ټولنو سره د ملاتړ په موخه دې راغونډ شي.
د ژغورنې نړيوالې کميټې له مرستندويانو غوښتي چې زيانمنونکي هيوادونه دې د مالي تأمين له اړخه يوازي نه پرېږدي، په ځانګړې توګه کله چې يو پېښه د وړاندوينې وړ هم وي.
