اطلاعات روز: د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ د ګاونډي پاکستان توغندیز بریدونه په کلکه غندلي او دا یې پر افغان خاوره ښکاره تیری بللی دی.
ښاغلي کرزي د پاکستان یاد بریدونه د ټولو نړیوالو قوانیو خلاف عمل ګڼلی او د دغه هیواد پر حکومت یې غږ کړی چې د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست ته تغییر ورکړي او له «افراطیت» پر ځای دې د ورورګلوي لار خپله کړي.
دا به داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ توپچې بریدونه کړي دي.
اطلاعات روز ته یوې ځایي سرچینې وویل، چې دا بریدونه له «فرضي کرښې» پورې غاړه له شوال سیمې شوي او د برمل ولسوالۍ اړوند په «کونډ» سیمه لګېدلي دي.
د دغو بریدونو له امله د اوښتي ځاني زیان په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم په پکتیکا کې د طالبانو امنیتي مسوولینو د پېښې پخلی کړی دی.
برمل چې له جنوبي وزیرستان سره ګډه پوله لري، دغلته د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو د شتون راپورونه ورکول شوي او سرچینو هم د پاکستاني ځواکونو د دغو بریدونو هدف پر ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان بللی دی.
د پاکستان حکومت بار، بار په افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو له شتون اندېښنه څرګنده کړې او ګواښ یې کړی چې دوی به د خپلې خاورې د دفاع لپاره له کرښې پورې غاړه هم خپل وسله وال مخالفین په نښه کړي.
