ننګرهار کې سوداګر له بانکونو څخه د ېیسو ایستلو برخه کې له ستونزو کړیږي

ننګرهار کې یو شمیر سوداګر وایي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې پیسې په بانکونو کې بندې دي چې له امله یې مالي زیان لیدلی او په دې برخه کې یې ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي.

د حاجي عاشق په نامه یو سوداګر چې د اوړو کاروبار لري وایي، چې له هېواده بهر ته د بانکونو له لارې د پيسو په لېږد او بیرته ترلاسه کولو برخه کې محدودیتونو له ستونزو سره مخ کړي دي.

د نوموړي په خبره نه یوازې د بانکونو له لارې ورته بهرنیو هیوادونو ته د پېسو د لیږد اجازه نه ورکول کیږي، بلکې د سوداګرو هغه پېسې چې په بانکونو کې پرتې دي هم یې د ترلاسه کولو په برخه کې کړیږي.

هغه زیاتوي چې له همدې کبله یې نه یوازې سوداګري ټکنۍ شوې بلکې پر دوی د طالبانو له لوري محدودیتونه ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي.

حاجي عاشق زیاتوي: «له کله چې د طالبانو حکومت راغلی نو پر سوداګرو ټکسونه لوړ شوي او دغه راز پر سوداګرو ځینې محدودیتونه دوام لري، اوس مونږ نشو کولای له سل دوه سوو ډالرو زیاتې پېسې له بانکونو ترلاسه کړو او که له دې ډیرې ترلاسه کوو؛ نو څو ځایه د طالب مشرانو اجازه اخلې او په

غوښتنلیک کې به ورته په ښکاره لیکې چې دومره پېسې له بانک اخلم او کارو بار پرې کوم او دغه راز د بانکونو له لارې بهرته پېسې هم د کاروبار لپاره نشو استولی یعنې ستونزې ډیرې زیاتې دي.»

یو بل سوداګر محب الله هم ورته نیوکه کوي، دی وایي، له هېواده بهر د خپلو توکو د پېرلو لپاره پيسې په لوړ لګښت او د صرافیو له لارې لېږدوي.

نوموړی زیاتوي که د طالبانو له لوري پر دوی شته محدودیتونه پای ونه مومي نو زیاتره سوداګر به اړ شي چې،خپلې پانګې بهرنیو هیوادونو ته انتقال کړي.

محب الله زیاته کړه: «زه په خپله د موټرو د پرزه جاتو سوداګري کوم له دوبۍ او عربي هیوادونو څخه افغانستان ته خو د پېسو په انتقال کې له زیاتو ستونزو سره مخ یو، ځکه پخوا به دا پېسې مونږ په بانکونو استولې خو اوس د زیاتو پېسو د انتقال اجازه طالبان نه راکوي او همدارنګه هغه پېسې چې په بانکونو د امانت په ډول پرتې دي د میاشتې له سل ډالرو د زیاتو د را ایستلو اجازه نه راکوي.»

د طالبانو د حکومت راتګ سره په بانکونو د بندیزونو له کبله ډیری سوداګر اړ شوي چې خپلې پیسې د صرافیو له لارې انتقال کړي. انځور: خواله رسنۍ

بلخوا د جلال اباد ښار د صرافانو ټولنه وايي، چې په تېر یوه کال کې سوداګرو څه باندې له دوه میلیاردو ډیر ډالر د صرافیو له لارې د توکو د پېرلو لپاره بهر ته لېږلي دي.

په ورته مهال د افغانستان بانک لپاره د طالبانو ویاند حسیب الله نوري وايي، چې سوداګریز بانکونه کولی شي، سوداګریزې معاملې ترسره کړي او له هېواده بهر ته پيسې ولیږي.

نوموړی زیاتوي دغه راز یې په صرفانو هم تازه بندیزونه وضع کړي، چې له مخې صرافان له خپلو پیریدونکو د امانت په توګه پېسې نشي اخیستلای او دغه راز یې پر هغه صرافانو هم بندیز لګولی چې  جواز ونه لري.

نوري زیاتوي: «د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکي نشي کولای چې له مشتریانو څخه پېسې د امانت په توګه واخلي او یا مشریانو ته پور ورکړي، په همدې ډول صرافان او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي نشي کولای د ثبت غیر رسمي کتابونه وکاروي او دغه راز صرافۍ نشي کولای هغه کسان چې

جوازونه نه لري په هیواد کې د صرافیو او پولي خدمتونو کړنې ترسره کړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې هرکال افغانستان ته له بېلابېلو هېوادونو نه د څه باندې شپږ میلیارده ډالرو په ارزښت توکي راواردیږي.

له دې وړاندې د ختیځو ولایتونو ساختماني، لوژستیکي او سوداګریز شرکتونه مسوولینو ویلي وو، چې د طالبانو حکومت يې د ساختماني پروژو له درکه ۲۸ ملیارده افغانۍ پوروړې دی.

دوی ویلي و، چې له همدې امله زیاتره خصوصي شرکتونه د پېسو د نه ورکړې له امله تړل شوي او پاتې یې هم د تړل کیدو له ګواښ سره مخ دي.

د یادونې ده، د طالبانو د حکومت په راتګ سره په ټول هېواد کې د ساختماني، لوژستیکي او سوداګریزو شرکتونو ۶۰ میلیارده افغانۍ په بانکونو کې بندې دي او مسوولین يې وایي، اړونده ادارې يې له کوم معقول دلیل پرته پیسې نه ورکوي.

دوی وايي، که پانګه یې ورکړل شي د نیمګړو پروژو د بشپړېدو ترڅنګ به سلګونه ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه